برتانیا پر افغانستان غونډه کوي

Image caption د لومړي وزیر کېمېرون په وینا طالبان اوسنیو پرمختګونو ته په کتو په دې پوهېږي چې نه شي کولای د جګړې له لارې د سولې بهیر ته ننوځي.

د برتانیا لومړی وزیر د شنبې په ورځ (جون، ۲۹) له مخکې په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته تللی دی.

ښاغلي کامېرون د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ او راتلونکي کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل، ټاکل شوې هېواد یې د افغانستان د ملاتړ په موخه د نړیوالو د ژمنې لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

ولسمشر حامد کرزي په دغه خبري کنفرانس کې وویل یو شمېر هېوادونه د ده د حکومت د کمزوري کولو او ملوک الطوایفي نظام د پلي کولو هڅې کوي.

کابل نن د برتانیا د لومړي وزیر کوربه و، چې دا مهال یې په افغانستان کې شاوخوا اته زره پوځیان په جګړه ییزو فعالیتونو بوخت دي.

پرمختګونه، په وړاندې یې پرتې ننګونې او له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د برتانیا د مرستو څرنګوالی د دواړو مشرانو د بحث موضوعګانې وې.

ښاغلي کېمېرون د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ وکړ او هغه یې د افغانستان د راتلونکې لپاره مهمې وبللې.

"راتلونکې ټاکنې افغانستان ته دا زمینه برابروي چې د خپلو خلکو په وسیله او د نړۍ په وړاندې د دېموکراتیک بهیر په لور پر مخ ولاړ شي. برتانیا تیاره ده له افغان حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د دغې لاس ته راوړنې په برخه کې مرسته وکړي. موږ د څلور اعشاریه پنځه میلیونو پونډو مرستې په ګډون دغه بهیر ته مالي مرسته برابروو، چې ځانګړې موخه یې په ټاکنو کې د ښځو د ونډې ډېرېدل دي."

ښاغلي کېمېرون د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، ټاکل شوې هېواد یې د افغانستان د ملاتړ په موخه د نړیوالو د ژمنو د پوره کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

د لومړي وزیر کېمېرون په وینا طالبان اوسنیو پرمختګونو ته په کتو په دې پوهېږي چې نه شي کولای د جګړې له لارې د سولې بهیر ته ننوځي:

"زما په باور طالبان د دغو پرمختګونو په لیدلو په دې پوهېدلای شي چې نشي کولای د ترهګرۍ، وېرې او تاوتریخوالي له لارې د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري. خو پر ځمکه د خپلو وسلو په کېښودلو سره کولای شي د سولې په بهیر کې ورګډ شي. غواړم په زغرده ووایم چې د سولې بهیر په افغانانو پورې اړه لري ځکه د افغانستان تر مشرۍ او واکمنۍ لاندې دي. هېڅ بل لوېدیځ هېواد په افغانستان کې کومه اجنډا نه لري."

ولسمشر حامد کرزی وايي یو شمېر هېوادونه له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د ده په وینا د حکومت د کمزوري کولو او ملوک الطوایفي نظام د پلي کولو هڅې کوي.

د ښاغلي کرزي په وینا یو شمېر هېوادونه غواړي طالبانو ته د څو ولایتونو په سپارلو سره ملوک الطوایفي ټینګه کړي، خو د هغه په وینا هغه شان نظام نور په افغانستان کې پلویان نه لري:

"ګورو داسې هڅې روانې دي چې د طالبانو له لارې یا هم هغوی ته د یوه دوه ځایونو د سپارلو له لارې چې وکولای شي د افغانستان پر خلکو ملوک الطوایفي وتپي، په دې اړه له یوشمېر هېوادونو سره خبرې شوې دي. موږ د پاکستان په اړه هم ځینې آوازې اورېدلي او داسې راپورونه لرو چې په دې برخه کې هڅې کوي. نه پوهېږم په دې کې د پاکستان ګټه څه ده. په حقیقت کې په افغانستان کې دا شان یو حالت تر ډېره د پاکستان په زیان دی."

ولسمشر کرزي دغه راز وویل له خپل امریکايي سیال بارک اوباما څخه یې غوښتي چې تر راتلونکو دریو میاشتو د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون لاسلیک کړي.

په قطر کې طالبانو د دفتر پرانیستل د دې لامل شو چې د دغه تړون په اړه خبرې وځنډېږي.

ولسمشر کرزي وویل کله چې د افغان لوري شرطونه ومنل شي بیا دوی هم تیار دي چې امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

هغه زیاته کړه افغانستان غواړي له امریکا او ناټو له غړو هېوادونو سره دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.

د برتانیا لومړی وزیر نن سهار هلمند ولایت ته هم تللی و چې ډېری سرتېري یې په کې مېشت دي.

برتانیا غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي فعالیت و نه لري او د خپلو څه باندې سلو اډو فعالیت به تر څلورو پورې راټیټ کړي خو وايي د افغان ځواکونو د روزنې او پیاوړي کولو په برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب