د افغان بشري حقونو کمیسیون پر غړو دې بیا غور وشي''

ناوې پیلې
Image caption اغلې پیلې په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان د مدني ټولنو مشرانو دغه کمیسیون د نوو ټاکل شوو غړو په جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

ملګرو ملتونو له افغان حکومته غوښتنه کړې، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته د کمیشنرانو پر ټاکلو له سره غور وکړي.

له نژدې ۱۸ میاشتو ځنډ وروسته ولسمشر کرزي دوې اوونۍ وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړي وټاکل.

په ټاکل شوو نهو غړو کې پنځه تنه یې نوي غوره شوي او د کمیسیون د مشر په ګډون څلور یې پر خپل ځای دي.

کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف وايي، د افغانستان د بشري حقونود خپلواک کمیسیون د نویو ټاکل شویو غړو په اړه پر داسې مهال په کورنه د ننه او بهر غبرګونونه را په ډاګه کیږي، چې ټاکل شویو کمیشنرانو تازه پر کار پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې ناوې پیلې ویلي، چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړي باید ښه نوم ولري، خپلواک وي او بشري حقونو ته ژمن وي.

اغلې پیلې په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان د مدني ټولنو مشرانو دغه کمیسیون د نوو ټاکل شوو غړو په جدي اندېښنې راپورته کړې.

نوموړې وايي، که د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اغېزمن کار غواړي، نو باید ټول غړي یې د افغانانو او ټولو مدني ټولنو ته د باور وړ خلک وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه مشره په خپره شوې اعلامیه کې زیاتوي، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تېره لسیزه کې د بشري حقونو پر دفاع کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړې وايي په داسې حال کې چې افغان ځواکونوته د مسوولیتونو په لېږد سره د دغه کمیسیون دندې ډیریږي، نو اړتیا ده، چې د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون غړي لا پیاوړې شي.

ناوې پیلې د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو کمیسیونو ته د نوو کسانو پر ټاکنو له سر غور وکړي، او د پاریس له اصولو سره سم د ټاکنو د بهیر ازاد پریږدي.

هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون ولرو، خو د دغه رپوټ تر جوړېدا پورې پرې ونه توانېدو.

د پاریس اصول

په همدې حال کې ځینې مدنې ټولنې هم له نویو کمیشنرانو سره همغږي نه دي.

مدني فعال عبدالرحمن هوتکي وايي، ولسمشر کرزي ته یې نژدې یو کال وړاندې د هغو کسانو لیست ورکړی و، چې ولسمشر په کې د خوښې کسان کمیسیون ته وټاکي.

نوموړی وايي، چې دغه کمینشران د پاریس د اصولو خلاف ټاکل شوې دي او مدني ټولنو خپل اعتراض له وړاندې پورته کړی خو وايي چا غږ نه دی اوریدلی.

تر دې وړاندې په ارګ کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي و، چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته د کمیشنرانو د ټاکلو پروسه په ارګ کې د ځینو کړیو له خوا له خڼد سره مخامخ شوې وه او له همدې امله ۱۸ میاشتې پخوانیو کمیشنرانو دندې مخ ته یوړلې.

Image caption د افغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسون نن خپل رسمي کار پیل کړی او نوي کمشنران هم په رسمي ډول دغه کمیسیون ته ورپيژندل شوې دي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، هغه مهال ویلي و چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر، چې اوس د دریم ځل لپاره د دغه کمیسیون مشره ټاکل شوې، له یوې غونډې د اعتراض په ډول هم وتلې وه.

سرچینې ویلي و، چې ځینې لوړ پوړې دولتي چارواکو د سیما د بیا ټاکل کېدو غوښتنه او ملاتړ کاوه او ښایي همدا لامل وي، چې اغلې سمر بیا د دغه کمیسیون مشره و ټاکل شوه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نن خپل رسمي کار پیل کړی او نوي کمیشنران هم په رسمي ډول دغه کمیسیون ته ورپېژندل شوې.

ورته مطالب