د کابل تور بازار کې د افغان او ناټو یونیفورم خرڅ ځای

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبان او نورې هغه مخالفې وسله والې اورپکې ډلې چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو او نړیوالو سرتېرو سره په لویو ښارونو او ان پلازمېنه کابل کې جنګېږي، پخپل کار کې یې ډېر مهارت پیدا کړی دی.

د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو ډلو له خوا د پیسو او جنګي تاکتیک بدلولو سره په دې هېواد کې جګړه یوه پېچلي پړاو ته ننوتې ده.

د افغانستان په لویو ښارونو کې د ډله ییزو بریدونو پرمهال د افغان ځواکونو له یونیفورم ګټه اخیستل او ان د ناټو ځواکونو یونیفورم او پوځي نښانونه کارول د جګړې یو نوی تاکتیک دی، چې افغان ځواکونو ته یې د دښمن پېژندلو کې لوی سرخوږی جوړ کړی.

په وروستیو څو لویو ډله ییزو بریدونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه غولول شوي او غافل ګیر شوي، ځکه چې برید کوونکو د پوځ په یونیفورم کې بریدونه وکړل.

تر ټولو وروستی ډله ییز برید د ولسمشر پر ماڼۍ و، چې ځانوژونکو بریدګرو د ناټو له یونیفورم او نښانونو په ګټې اخیستو د ارګ دروازې ته نژدې ځانونه ورسول.

Image caption د افغانستان د عامه نظم ساتنې سرتېری عبدالرحمن وايي، چې خپله درېشي یې تور بازار کې اخیستې ده.

په وروستیو کلونو کې د حکومت مخالفینو له بېلابېلو جنګي تاکتیکونو کار واخیست، د ښځو جامې، چادري او د افغان پوځ له یونیفورم یې ګټه واخیسته، خو د ناټو او ایساف ځواکونو له یونیفورم او پوځي نښانونو په ګټې اخیستو بریدونه یې تر ټولو وروستۍ بېلګه او جنګي تاکتیک و.

اورپکي پوځي یونیفورم له کومه کوي؟

تر اوسه د افغانستان د کشفي او څارګرو ارګانونو سرونه پر دې نه دي خلاص، چې ایا د حکومت مخالف وسله وال پوځي یونیفورم او نظامي تجهیزات له کومه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه یې دا ده چې د هېواد اوږده پوله ټینګه شي او اورپکي ونه کړای شي چې دغه هېواد ته د ویجاړیو لپاره راواوړي او ویرانوونکې وسلې راوړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په ځانوژونکو بریدونو کې له پوځي یونیفورم تر ډېرې ګټې اخیستنې وروسته یې خپل کشفي او څارګر کسان ډېر کړي، خو لاهم طالبان او اورپکي له دغه شان یونیفورم په ګټې اخیستو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل: "د پولیسو د یونیفورم په اړه موږ ډېر تدابیر نیولي، ډېره هڅه مو وکړه چې د پولیسو د درېشیو او نښانونو د خرڅلاو مخه ونیسو، خو دا یو لوی هېواد دی او لاهم خپلې ستونزې لرو او جدي هڅې روانې دي، چې مخه یې ونیول شي".

ښاغلی صدیقي وايي، لاهم داسې کسان شته چې په پټه د پیسو په مقابل کې د پولیسو د یونیفورم پېر او پلور مخته وړي.

طالبان او نورې ټولې اورپکې ډلې د خپلو لویو بریدونو د اسانتیا لپاره له هر راز ممکنه لارې او تاکتیک ګټه اخلي.

ډېر خلک داسې فکر کوي، چې د افغان او ناټو ځواکونو یونیفورم او نښانونه له هېواده بهر چمتو کېږي او د افغانستان له سرحدي لارو د وسله والو مخالفانو لاس ته لوېږي.

خو په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو ځانګړی لباس، یونیفورم او چمتوي شوې پوځي درېشۍ او د حکومتي پوځيانو نښانونه او د پولیس جنرالانو او پوځ نښانونه د کابل په تور بازار کې موندل شوي، چې په ډېرې اسانۍ سره د امنیتي ځواکونو له سترګو پناه خرڅېږي.

د کابل تور بازار

د کابل د زړو څیزونو بازار یا (کهنه فروشي)، د ښار په مرکزي برخه کې پروت دی، چې د کابل له ډېرې ګڼې ګوڼې ډکو سیمو بلل کېږي، دغه بازار چې د پل خشتي جومات ترڅنګ دی، ګڼ ناقانونه توکي موندل کېږي.

یوه افغان سرتېری راته وویل، چې خپل پوځي یونیفورم یې د کهنه فروشۍ له هغه تور بازاره اخیستی، چې د پل خشتي جومات په شاوخوا کې موقعیت لري.

Image caption خیاطان پوځي کالي په ډېرو حساسو وختونو او تر فشار لاندې جوړوي.

د افغان پولیسو دغه افسر عبدالرحمن وویل: "کله چې د پوځي کالیو دوکان ته ورغلم، ورته ومې ویل چې پوځي دریشي مې پکار ده، دوکاندار ټول پوځي کالي راته امبار کړل".

دغه پوځي زما دې پوښتنې ته چې ایا دوکاندار د دریشۍ خرڅولو پرمهال له ده څه وغوښتل، وویل چې: "له ما یې هېڅ هم ونه غوښتل، نه کارت، نه استعلام او نه هېڅ کوم بل شی، یوازې پیسې یې واخیستې".

عبدالرحمن دا ټوله کیسه راته وکړه چې خرڅوونکي له ده نژدې ۵۰۰ افغانۍ واخیستې، چې نژدې ۱۰ ډالر کېږي.

خو په کابل ښار کې ابراهیم هغه خیاط دی، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري د پوځي یونیفورم جوړولو اجازه ورکړل شوې، وايي چې پل خشتي ته څېرمه د پوځ او پولیسو کالي په ارامۍ سره خرڅوي.

ابراهیم بي بي سي ته وویل، د پوځي یونیفورم هغه خیاطان چې د کار جواز لري، له خپلو مشتریانو هویت، د کار ځای او ان ځینې وخت استعلام هم غواړي، خو "د کابل تور بازار کې قانون نه شته" او هر ډول پوځي کالي خرڅېږي.

د کابل کهنه فروشي یو بېل ډول چاپېریال لري، کله چې دغه بازار ته ورغلم، خرڅوونکي پر خپلو کارونو بوخت وو، د دوکانونو پر مخکنیو برخو کې د بېلابېلو پوځي کالیو نښانونو او ان د بهرنیو پوځي درېشیو نمونې راځوړندې کړې وې.

خو کله چې د دوکاندارانو سترګې زما پر کامره او نورو وسایلو ولګېدې، ژر یې خپل کالي ورټول کړل او شېبه وروسته له پوځي کالیو دغه ډک بازار پر یوه عادي بازار واوښت.

د کهنه فروشۍ کوڅه کې نژدې پنځوس دوکانونه جوړ شوي چې پوځي کالي او نښانونه پکې خرڅېږي.

د کهنه فروشۍ کوڅې د خیاطانو د ټولنې مشر محمد حکیم وايي، هرې دوې-درې ورځې وروسته د خیاطانو دوکانونه څاري هسې نه چې په وینا یې خیاطان له پوځي کالیو ناقانونه ګټه وانه خلي.

ښاغلی حکیم وايي، هڅه یې دا ده چې د کهنه فروشۍ کوڅه کې د پوځي کالیو د پېر او پلور مخه ونیوله شي.

خو معمولاً د کابل کهنه فروشۍ په تور بازار کې هر راز دولتي نښان هر چا ته د پیسو په مقابل کې ورکول کېږي.

Image caption د دغو پوځي نښانونو بیه له اته دېرشو تر څلوېښتو افغانیو (نژدې نیم ډالر) پورې ده.

پوځي رتبې او د پوځ او پولیسو د جنرالانو نښانونه چې د پوځي منصوبینو رتبې په کې ښکاري، د ۳۸ یا ۴۵ افغانیو په مقابل کې پلورل کېږي.

د تور بازار او کهنه فروشۍ کنټرولوونکي چارواکي د پولیسو تر نظارت لاندې دي، خو زه چې هلته دوه ساعته وم، هېڅ ډول پولیس کنټرولوونکي مې ونه لیدل.

د پوځي کالیو د خیاطانو تود بازار

په افغانستان کې د هغو لویو شرکتونو ترڅنګ، چې د امنيتي ځواکونو د پوځي یونیفورم چمتو کولو او نورو نظامي تجهیزاتو برابرولو دنده لري، د کابل ښار په ځینو برخو کې ځینې داسې کوچنۍ خیاطۍ او عادي خیاطان هم شته چط په ډېرې اسانۍ د پولیسو، پوځ او ملي امنیت یونیفورم چمتو کوي.

زه د کابل ښار ګڼو هغو خیاطیو ته ورغلم، چې د افغان پوځيانو او پولیسو پوځي کالي ګنډي.

کابل کې د پوځي کالیو ګڼې خیاطۍ یوازې د امنیتي ارګانونو غوښتنې مني او پوځي کسانو ته په انفرادي ډول درېشۍ جوړوي. له مشتري د هغه د تذکرې، تیلې فون شمېرې او پوځي مدرک پوښتنه هم کوي.

خو د پوځي کالیو ځینې داسې نورې خیاطۍ هم شته، چې په خپلواکه توګه پوځي یونیفورم جوړوي او له خپلو نژدې ملګرو د پوځي یونیفورم جوړولو پرمهال هېڅ نه غواړي.

محمد ظریف د کابل په زړه کې د پوځي کالیو یو خیاط دی چې وايي: "څوک چې نه پېژنم، له هغه تذکره غواړم، خو څوک چې زما مشتري وي او پېژنم یې، دا تکلیف نه ورکوم، ځکه چې پوځي درېشۍ یې اغوستې وي".

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا دوی څرنګه پېژني، چې دا پوځي درېشي اغوستونکی اصلاً پوځي نه دی؟ هغه وویل چې دا کار د هغه دنده نه ده چې ځان ډاډه کړي ایا رښتیا هم دا پوځ کې دی او که نه .

دی وايي، چې د پوځي یونیفورم د مخنیوي چاره د حکومتي کسانو ده، نه د عادي خلکو.

پر همدې مهال، ډېرې خیاطۍ چمتو ديو چې پوځي یونیفورم لرونکو کسانو لپاره پوځي درېشۍ جوړې کړي، معنا دا چې که چېرې یو څوک پوځي دریشي ومومي، دویمه دریشي هم موندلی شي.

"د دوست جامه کې دښمن"

Image caption د کابل تور بازار کې د پوځي یونیفورم سربېره د ټولو پوځي رتبو نښانونه هم موندل کېږي.

د افغانستان حکومت ناټو او ایساف ځواکونه خپل ملګري بولي. په تېره اوونۍ کې ځانمرګو برید کوونکو وکړای شو، چې له ځینو امنیتي کمربندونو تېر او ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځان نژدې کړي، د بهرنیو ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و او امنیتي کسانو ته یې هم د ناټو ځواکونو ورته کارتونه ورښودلي وو.

د وسله والو مخالفینو په دې تاکتیک سره له یوې خوا امنیتي کسان وغولول شول او له بل پلوه برید کوونکو د ولسمشرۍ ماڼۍ، د ایساف دفتر او د امریکا د څارګرې ادارې (سي ای اې) دفتر ته ځانونه نژدې کړل.

معمولاً د پولیسو په کمربندونو او پوستو کې پوځي دریشي لرونکي نه تلاشي کېږي.

نژدې یوه میاشت وړاندې، ځانمرګو برید کوونکو د پنجشیر پر ولایتي ودانیو برید وکړ، او د ولایت ودانۍ ته یې اور ورته کړ، چې برید کوونکو د افغان پولیسو یونیفورم په درلودو سره سپکې او درنې وسلې له ځانه سره ولېږدولی شوې.

د پنجشېر نسبتاً ارام ولایت ته، چې ان عادي خلک هم د ورتګ پرمهال پوښتل کېږي، په وسلو د سمبالو کسانو رسېدل ډېرې پوښتنې راپورته کوي.

ورته مطالب