کابل: د طالبانو ډله ییز برید ۴ نیپالیان ۳ افغانان ووژل

نننی برید
Image caption برید د سې شنبې پر ګهيځ ملا بانګ مهال د یوې لارۍ په چاودلو سره پیل شوی.

د افغانستان پلازمېنې کابل په ختيځ کې د کابل-جلال اباد پرسړک امنیتي سیمه کې په وسلو سمبالو طالب ځانمرګو برید کوونکو د یوه بهرني امنیتي شرکت پر ودانۍ ډله ییز برید کړی.

د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي رسنیو ته ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې څلور نیپالي، یو افغان ساتونکی او دوه موټر چلوونکي وژل شوي او پنځه نور ملکي وګړي تپیان دي.

سیمې ته زموږ ورغلي خبریال وحید پیکان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، لومړی سهار ملابانګ څلورنیمې بجې یو باربري موټر د ودانۍ مخې ته چوول شوی، چې شپږ متره ځای یې ژور کړی او بیا څلور ځانمرګي برید کوونکي ودانۍ ته ننوتي.

نوموړی د امنیتي سرچینې په حواله وايي، چې افغان امنیتي سرتېرو له برید کوونکو سره یونیم ساعت نښته کړې ده.

زموږ خبریال وايي، پېښه ډسپچري په سیمه کې شوې، چې یو امنیتي ځای دی، او تر ډېره په کې امریکایان، د چټک غبرګون قطعه او ځینې نورې امنیتي دفترونه دي.

وحید پیکان وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې د کابل په زیاترو سیمو کې یې غږ اورېدل شوی او د پېښې له ځایه اسمان ته لوګی پورته کېده.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې ده، او ادعا کوي، چې په برید کې یې ګڼو افغان او بهرنیو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو تر دې مهاله کومې سرچینې د دوی دا ادعا نه ده منلې.

دا په کابل کې د طالبانو د ډله ییز بریدونو تر ټولو تازه برید دی.

وړاندې وسله والو طالبانو اعلان وکړ، چې د خالد بن ولید په نامه پراخ عملیات یې پیل کړي دي.

دوی ګواښ کړی، چې په دغو بریدونو کې به د بهرنیو ځواکونو او دیپلوماتانو دفترونه په نښه کوي.

تېره اوونۍ د افغانستان امنیتي ځواکونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هغه ځانمرګي برید کوونکي ووژل، چې غوښتل یې پر اریانا هوټل او ځینو مهمو ځایونو بریدونه وکړي.

تېره میاشت افغان امنیتي ځواکونو ته د هېواد ټول امنیتي مسؤولیت وسپارل شو.

نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال ترپایه افغانستان کې پاتې کېږي او د اړتیا په وخت کې به د افغان امنیتي ځواکونو لاسنیوی کوي.

ورته مطالب