''ارګ ته نژدې برید د ازبکستان اسلامي غورځنګ کړی و''

برید کوونکي
Image caption افغان امنیتي سرچینه وايي دا عکسونه امریکايي چارواکو ورسپارلي او وايي پلټنو یې ښوولې چې دوی د ازبکستان د اسلامي غورڅنګ غړي وو

د جون په ۲۴ مه نېټه په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر ته نژدې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پر یوه دفتر چې په اریانا هوټل کې و ، کم ساری برید وشو.

افغان چارواکو وویل چې په هغه برید کې اته بریدګر وو چې ټول پر هغه وخت ووژل شول.

اوس د بي بي سي پښتو وېبپاڼې له هغو څخه د درو بریدګرو عکسونه ترلاسه کړي دي چې د امریکايي سرتیرو په جعلي کاردونو کې ترسترګو کېږي.

طالبانو ډیر کله د افغان امنیتي څواکونو په جامه کې بریدونه کړي دي خو د امریکايي سرتیرو جامه یې لږ کارولې ده.

په کاردونو کې د درو واړو تخلصونه یو دي.

په یوه بل عکس کې چې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته رسېدلي هغه دوه مرمۍ ضد موټر ښکاري چې د افغان چارواکو په وینا بریدګرو کارولي وو.

په دغو موټرو کې یو د برید په ترڅ کې بشپړ ویجاړ شوی دی.

دغه ډول موټر او د دوی د راجستر شمېره عموماً په کابل کې د نړیوالو سفارتونو او د ملګرو ملتونو له لورې کاریږي.

یوې افغان امنیتي سرچینې د نوم نه د ښوولو په شرط بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل چې دا عکسونه د امریکايي چارواکو له خوا ورسپارل شوي دي.

سرچینې وویل دوی ته ویل شوي چې دا کسان د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي دي چې په وزیرستان کې له حقاني شبکې سره لار لري.

Image caption په برید کې دا موټر کاریدلي وو چې یو یې وروسته په بشپړه توګه ویجاړ شو

افغان امنیتي سرچینه وايي امریکاييانو ورته ویلي چې د دوی له پلټنو وروسته ورته په ډاګه شوې چې بریدګر د ازبکستان د اسلامي غورڅنګ غړي وو چې د حقاني شبکې یې ملاتړ او پالل کوي.

د جون د ۲۴ مې نېټې برید تر هغه څو ورځې وروسته وشو چې ولسمشر کرزي په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستو پر څرنګوالي د اعتراض په دود له متحدو ایالاتو سره پر امنیتي تړون خبرې وځنډولې.

تر هغه وړاندې یوه امریکايي پوځي جنرال ویلي و چې له حقاني شبکې سره ښايي هېڅکله خبرې ممکنې نه وي.

کابل او ځینې لویدیځوال تل پر حقاني شبکې تور پورې کوي چې د پاکستان د استخباراتو ملاتړ ورسره دی.

اسلام اباد تل دغه تورونه ردوي او خپله طالبان وايي چې دوی په شبکو نه دې وېشل شوي.

د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني له بي بي سي پښتو څانګې سره دوه کاله وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و چې دوی د ملا عمر په مشرۍ فعاله دي.

خو کابل او واشنګټن دا نه مني او وايي په طالبانو کې د څانمرګږ بریدونو پالونکي او روزونکي د حقاني شبکه ده او هغوی له نورو طالبانو بېل دي.

ورته مطالب