د قطر دفتر په اړه د وسله والو طالبانو تازه غبرګون

Image caption د قطر دفتر زموږ له توافقاتو پرته پرانیستل شو. ولسمشر کرزی

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د قطر دفتر په باب د افغان ولسمشر حامد کرزې هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو، موږ به پرې نږدو چې ملوک الطوایفي پر افغانستان حاکمه شي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي هغو څرګندونو ته په اشارې سره، چې ویلي یې وو " موږ سوله غواړو او د ټينګښت لپاره يې هڅه کوو. خو هېچا ته به دا اجازه ور نه کړو ، چې زموږ د سولې له هيلو او هڅو څخه ناوړه استفاده وکړي او د خپلو اهدافو د تحقق په منظور افغانستان ضعيف او ملوک الطوايفي پرې تحميل کړي"

وسله والو طالبانو ویلي، چې دا دوی وو، چې افغانستان کې یې د خپل حکومت پر مهال د ملک الطوایفي مخه ونیوله او افغانستان یې یو موټی کړ.

افغان ولسمشر د تېرې جون میاشتې په وروستیو کې خپله رادیويي وینا کې د قطر دفتر یوه دسیسه وبلله، د ده په وینا:

" دغه دفتر زموږ له توافقاتو پرته پرانیستل شو، خو موږ د دې دفتر پر وړاندې کلک ودېدو او دغه دسیسه مو شنډه کړه."

خو وسله والو طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي، اوس چې د هېواد د خپلواکۍ او ددایمي سولې دیقیني کېدو خبره شوې، د دوی په وینا افغان ولسمشر تبلیغاتو ته مخه کړې.

اعلامیه زیاتوي، چې د تعجب ځای دی، افغان حکومت د قطر دفتر چې هېواد کې د سولې او ارامي لپاره پرانیستل شو، دسیسه بولي.

وسله والو طالبانو خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې هېچا ته به د افغانستان د ټوټه کولو اجازه ور نه کړي او دغه راز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دوی په خبره د افغان حکومت په خبرو دهوکه نه ښي.

افغان ولسمشر کرزي په خپله هغه وینا راډیويي وینا کې د معمول په څېر یوځل بیا پر وسله والو طالبانو د پخلاینې او وسلې پر ځمکه اېښودو غږ وکړ.

نوموړی ویلي و، چې له جګړې هېڅ نه بودیږي، بلکې هرڅه د هېواد په رغونه او ارام ژوند کې شوني دي: "دوى ته مو ويلي چې خپل ځان او خپل وروڼه مه وژنئ، د وطن بچي له زده کړو مه محروموئ او د وطن د نورو بچيانو په څېر له خپلو ټولو مدني او سياسي حقوقو څخه په استفادې د خپل وطن په غېږ کې آرام او هوسا ژوند وکړئ او د وطن په آبادۍ کې برخه واخلئ".

د طالبانو دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، که په قطر کې د وسله والو طالبانو استازي له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي، نو دغه دفتر به وتړل شي.

افغان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو دغه پرېکړه به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

ورته مطالب