''د کابل سې شنبې برید ۱ برتانوی، ۳ هندیان هم وژلي''

د کابل برید
Image caption تېره ورځ له بريد وروسته افغان امنیتي چارواکو یوازې د څلور نیپالي ساتونکو او دوو لارۍ چلوونکو د وژلو خبره کړې وه.

د کابل د تېرې سې شنبې ورځې د ځانمرګي برېد د وژل شوو کسانو شمېر لسو ته پورته شو، برتانیا او هند منلې چې په دغه برېد کې د دوی وګړي هم په نښه شوي او وژل شوي دي.

په کابل کې د برتانیا سفارت بي بي سي ته ویلي چې د تېرې سې شنبې ورځې (۲-۷-۲۰۱۳) په موټر بمب ځانمرګي او وسله وال برید کې یو برتانوی هم وژل شوی چې د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا مارک ډوفر نومیږي او د سکاټلینډ اوسېدونکی دی.

په همدې حال کې د هند سفارت یو هندي ډیپلومات بي بي سي ته د خپلو دریو هېوادوالو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.

تېره ورځ له بريد وروسته افغان امنیتي چارواکو یوازې د څلور نیپالي ساتونکو او دوو لارۍ چلوونکو د وژلو خبره کړې وه.

د بي بي سي جعفر هاند وايي په کابل کې په یوه وار په ځانمرګي برېد کې د دریو هنديانو وژل کېدل د خپل ډول تر ټولو وروستۍ پېښه ده، طالبانو چې د هند د کلک رقیب هېواد پاکستان له ملاتړه برخمن یادیږي، د دغه برېد مسولیت منلی دی.

هند او پاکستان هغه دوه ګاونډي او رقیب هېوادونه دي چې په افغان سیاست، اقتصاد او ځینو نورو چارو کې پراخه ونډه لري.

ښايي همدغه علت وي چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د یو بل هر سیاسي حرکت په جدي او کلک ډول څاري.

د هند سفارت

څو کاله د مخه په کابل کې په یوه مېلمستون کې د برید په پایله کې یو شمېر هندیان وژل شوي و، او تر هغه د مخه په یو بل ځانمرګي برید کې چې هدف یې د هند سفارت و، لسګونه تنه ووژل شول، افغان امنیتي چارواکو هغه مهال د دغو برېدونو تر شا د پاکستان د پوځي او استخباراتي کړیو لاس لرل یاد کړي و.

بريد د یوې نړیوالې لوژیستکي کمپنۍ په لویه دروزاه کې له یو موټر بمب څخه پیل شو، له ځانمرګي برېد څخه وروسته په وسلو سنبال درې نور بریدګر کمپنۍ ته ننوتل، چې د کابل د امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي په وینا تر یوه ساعته نښتې وروسته، افغان امنیتي ځواکونو ووژل.

په کابل کې د بي بي سي جعفر هاند وايي له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې نژدې هره اونۍ په کابل ښار کې ځانمرګي برېد او او نور برېدونه کیږي، چې د سه شنبې هغه یې تر ټولو وروستی بلل کیږي.

تېره اونۍ یوشمېر ځانمرګو برېدګرو د کابل ښار یوه تر ټوله با امنه سیمه په نښه کړه.

بریدګرو د امریکايي سرتېرو جعلي کارتونه او یونیفورم کارولي و، دوی ښايي د افغانستان جمهوري ریاست او یا هم په اریانا هوټل کې د امریکا د استخباراتي ادارې دفتر ته د ورتلو په هڅه کې ووژل شول، له دوی سره درې افغان ساتونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته مطالب