جنرال ظاهر د الله ګل مجاهد د نیولو امر غوښتی

Image caption تېره اونۍ د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د پوليسو او سيمه یيزو خلکو په نښته کې ٩ ولسي وگړي ووژل شول.

د کابل پوليسو د جنايي جرمونو ضد برخې مشر، جنرال ظاهر له افغان حکومت او ملي شورا غوښتي چې د دغه هېواد په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو استازي الله گل مجاهد د نيولو حکم ورکړي.

ښاغلي ظاهر وويل چې گواکې ښاغلى مجاهد په انسان تښتونه کې ښکېل دى.

خو الله گل مجاهد بي بي سي ته وويل چې حکومت او ولسي جرگې ته اړتيا نه شته، چې د ده د نیولو امر وکړي، بلکې دی او ښاغلى ظاهر به لويې څارنوالۍ ته ورشي او څرگنده به کړي چې چا جرم کړى دى.

دا شخړه داسې مهال رامخې ته کېږي چې تېره اونۍ د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې دپوليسو او سيمه یيزو خلکو په نښته کې ٩ ولسي وگړي ووژل شول.

کابل کې د بي بي سي مصطفى سالک خپل رپوټ کې کاږي، چې کابل پوليس دا خلک دښاغلي مجاهد پلويان بولي،خو د سيمې خلکو پرون د يوه لاريون په ترڅ کې وويل چې دا عام وگړي دي او د پوليسو په ډزو سره وژل شوي دی.

دوى د ښاغلي ظاهر او د کابل د امنيې قومندان ايوب سالنگي د گوښه کولو غوښتنه وکړه.

د کابل پوليسو د جنايي جرمونو ضد برخې مشر، جنرال ظاهر خبریالانو ته وویل، چې په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو د استازي الله گل مجاهد پر وړاندې د بيلو تورونو تر لسو ډېرې دوسيې لري، چې د ځمکو لاندې کول، مجرمانو ته پناه ورکول، د کورونو ورانول او وسله وال بريدونه هم په کې راځي.

خو ښاغلي ظاهر له افغان حکومت او ولسي جرگې وغوښتل چې د انسان تښتونې د يوه تور له کبله د ښاغلي مجاهد د نيولو اجازه ورکړي.

" اوسمهال له افغان حکومته او په ځانگړي ډول له ملي شورا، د افغانستان له استازو او د پارلمان له مشره زما غوښتنه داده، چې دا ماته وسپاري ځکه چې دا له ماسره په يوه انسان تښتونه کې تورن دى، زه غواړم چې په دې اړه پلټنه وکړم."

خو د ولسي جرگې غړى الله گل مجاهد وايي چې هېڅ راز جرمي دوسيه نه لري او حاضر دى چې پرته د حکومت او ولسي جرگې د ټيلیفون په يوه زنگ سره لويې څارنوالۍ ته حاضر شي.

ښاغلي مجاهد په اپوټه توگه د کابل د جنايي جرمونو د مبارزې مشر تورن کړ چې گواکې تېره اونۍ يې په ده سبز ولسوالۍ ٩ کسان وژلي او ۱۶ نور يې ټپيان کړي دي.

جنرال ظاهر وايي چې تېره اونۍ د جاپاني انجنيرانو يوې ډلې د نوي کابل د نقشې د ځينو سړکونو د کتلو لپاره د کابل ده سبز ولسوالۍ ته سفر کړى و، چې په وينا يې د الله گل پلويانو يې مخه ونيوله او بېرته يې وشړل، وايي کله چې پوليس سيمې ته ورغلل پر هغوى يې ډزې وکړې چې په وينايي پولیسو هم له ځانه د دفاع لپاره ډزې پيل کړې، چې په ترڅ کې يې يو پوليس ټپي شو او يو شمېر نور خلک ووژل شول.

خو د ده سبز سلگونو وگړو پرون د ښاغلي ظاهر تر خبري غونډې مخکې لاريون کړى و او د څه وخت لپاره يې د کابل- جلال اباد او کابل - بگرام لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې.

دوى ويل چې گواکې پوليسو پر ولسي خلکو ډزې کړي ٩ کسان يې وژلي او ۱۶ نوريې ټپيان کړي دي.

دوى له افغان حکومته غوښتل چې د کابل پوليسو د جنايي جرمونو ضد برخې مشر جنرال ظاهراود امنيې قومندان ايوب سالنگى له دندو گوښه کړي.

ورته مطالب