"غچ اخیستنې د پردو لاسوهونو ته زمینه برابره کړې"

Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که په هېواد کې هرڅومره د غچ اخیستو خبره اوږديږي، په هماغه اندازه د سولې د ټينګښت بهیر هم پسې اوږدیږی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په هېواد کې له یو بل نه غچ اخیستل، نورو هېوادونو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې زمینه برابره کړه.

دغه شورا وايي، په غچ اخیستو سوله نه شي راتلای او په وینا يې غوره ده، چې هم افغان دولت او هم يې وسله وال مخالفین د خپلو ستونزو له منلو سره سره يو ځاى کښېني او په هېواد کې د سولې راوستو لپاره د حال لاره ولټوي.

د بي بي سي خبریاله ماریا محب له کابله خپل رپوت کې وايي، له یوې خوا افغان دولت په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره هڅې کوي، بل پلو یوشمېر افغانان له وسله والو مخالفینو او جنګي جنایت کونکو د غچ اخیستو غوښتونکي دي.

دوی وايي، وسله وال مخالفین او جنګي جنایت کاران د دې ترڅنګ، چې له خپلو کړونو بښنه وغواړي د افغانستان راتلونکې سیاسي څېرې دې هم نه وي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که په هېواد کې هرڅومره د غچ اخیستو خبره اوږديږي، په هماغه اندازه د سولې د ټينګښت بهیر هم پسې اوږدیږی.

د دغې شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزی وايي، له مخالفې ډلې سره هم باید خبرې وشي، چې په څه دلیل يې د دولت پروړاندې وسله پورته کړې ده.

" موږ ونه شوی کړای، له هغه فرصت څخه چې د افغانانو د یو والي لپاره موجود و، استفاده وکړو. موږ فکر کوو، چې موږ حق په جانب یو او بل لوری، چې ماتې يې خوړلې ده، باید بندي یې کړو، ويې تړو او مړه یې کړو. دغه حالت د تشدد لپاره نوره هم زمینه مساعده کړه. دغه حالت دا زمینه هم مساعده کړه، چې ګاونډیو هېوادونو ته خام مواد په لاس ورشي او له دغو خلکو نه بېرته په افغانستان کې د یوبل پرضد استفاده وکړي. موږ هم مشکلات لرو، تکلیفونه لرو، بې عدالتی شته، او دا بې عدالتي د دې سبب کېږي، چې یو شمېر ته دا زمینه برابره کړي، له دې استفاده وکړي او له بهره لاسونه په کې ووهل شي او بلاخره افغانان یو دبل پر ضد وجنګېږي."

د مدني تولنې او د ولسي جرګې ځینې غړي هم په دې باور دي، چې هم په اجرایه قوه کې او هم په ارګ کې دننه داسې کړۍ شته، چې دې ته زمینه برابروي، چې افغانستان سره ووېشل شي، مشروعیت يې ترپوښتنې لاندې راشي او دغه هېواد تل په جګړې کې پاتې شي.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزی:

" د هغه دښمن پروړاندې چې د افغانستان پر ضد جګړه کوي، پوځي قدرت مو ډېر دی. د بشري کمیت له پلوه مو شمېر ډېر دی. نو بیا ولې د افغان دولت دريځ د سولې د بهیر په اړه له قوته نه، بلکې د کمزوری نه خبرې کوي، نو دا پخپله د دې ښکارندويې کوي، چې اجرایه قوه پخپلو کې سره وېشلي دي او په ارګ کې دننه ځانګړې کړۍ شته، سره له دې، چې په افغانستان کې د سولې له راتګ سره مخالف دي، د دې زمینه هم برابروي، چې افغانستان ووېشل شي، مشروعیت يې تر پوښتنې لاندې وي او په خواشینی سره افغانستان تل په جګړه کې پاتې وي."

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي، چې وسله والو طالبانو له یوې خوا خپلو د ( خالد بن ولید ) په نوم خپلو پسرلنیو عملیاتو ته زور ورکړی له بلې خوا افغان دولت هڅه کوي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته کښېني.

څو ورځې مخکې د سولې عالي شورا ويلي وو، که وسله وال طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو د هغه پرېکړې له مخې چې مخکې شوې ده، په قطر کې به د طالبانو دفتر وتړل شي.

ورته مطالب