هلمند: چاودنه کې څلور ځوانې نجونې وژلې شوې

Image caption سړک غاړې ماینونه افغانستان کې د ملکي تلفاتو لوی سبب بلل کېږي.

د افغانستان جنوبي هلمند ولایت د والي ویاند محمد عمر ځواک وايي، د دغه ولایت په مرکز لشکرګاه کې څلور ځوانې نجونې د چاودېدونکو موادو چاودنې ووژلې.

د نوموړي په وینا چاودیدونکي مواد په ساپیان سیمه کې د یوې ویالې څنګ ته ځای پر ځای شوي وو.

وژل شوې نجونې سیمې ته په یوه واده کې د ګډون لپاره راغلې وې.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

بل لور ته په جنوب ختیځ پکتیکا ولایت کې دوه ماشوم زده کونکي د ماین ښکار شول. د پکتیکا ولایت له مقامه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ماین د زده کونکو د تګ راتګ په لار کې ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې له کبله یې په سرروضه ولسوالۍ کې دوه ماشومان ووژل شول، چې ښوونځي ته پر لاره وو.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې چاودنه نن ( جولای ۴ ) غرمه شاوخوا یوه بجه وشوه.

د دې پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو د پکتیکا والي محب الله صمیم دغه پېښه غندلې او دا یې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو کار بللی.

افغانستان کې د ملکی کسانو د تلفاتو یو لوی سبب په لارو او سړکونو کې ځای پر ځای شوي ماینونه بلل کیږي. ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د سړک غاړې ماینونه د ملکی تلفاتو یو لوی سبب دی.

ورته مطالب