اروزګان او نورستان کې ۲۰ پولیس وژل شوي

Image caption تېره ورځ هم ارزوګان کې دوو جلا چاودنو دوې نجونې، یو د پاخه عمر سړی او یو کوچنی ووژل.

د اروزګان چارواکي وایي، یوه ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي د پولیسو په منځ کې چوولی چې په ترڅ کې یې ۱۲ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون درانی د والي ویاند عبدالله همت له قوله وايي،‎ برید د لویې لارې ساتنې (ریزرف) په کنډک کې شاوخوا یوه بجه هغه مهال رامنځ ته شو چې پولیس د غرمنۍ په خوړلو بوخت وو.

چارواکي وایي دا لا روښانه نه ده چې بریدګر څنګه دغه پوځي ځای ته ورننوتی.

د لویې لارې ساتنې کنډک د پولیسو اړوند مرکز دی چې تر ډېره د اروزګان او کندهار د لویې لارې ساتنه کوي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه رامنځ ته کېږي چې یو بل ځانمرګي بریدګر د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو یو قومندان په نښه کړی.

په دغه برید کې د سرحدي پولیسو د یوه قومندان په ګډون دوه تنه وژل شوي او اته نور کسان ټپیان شوي چې شپږ یې ولسي وګړي دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو او همدارنګه پاکستاني رسنیو په دغه برید کې د پنځو پاکستاني سرحدي پولیسو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکړي.

تېره ورځ هم اروزګان کې دوو جلا چاودنو دوې نجونې، یو د پاخه عمر سړی او یو کوچنی ووژل.

نورستان

د نعمت الله کریاب راپور

بل خوا، د نورستان په کامديش ولسوالۍ کې اته سرحدي پوليس په جګړه کې وژل شوي.

د کامديش ولسوال مولوي عبدالرحمن وايي ګڼو وسله والو د پوليسو څلور پوستې ويجاړې کړې او وسلې يې هم ترې وړې.

د لومړي سرحدي کنډک د پوليسو پر څو پوستو د کامديش ولسوالۍ په شرپيټ کې د پاکستان پولې ته ورڅېرمه بريد شوى.

د کامديش ولسوال عبدالرحمن وايي ټول ټال اته پوليس وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

چارواکي وايي په نښه شوې پوستې ړنګې شوې او د پوليسو شته وسله، وسله والو وړې.

د بريد ګرو طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېر چارواکو ته نه دى مالوم، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو درې تنو وژل کېدل مني او وايي چې اتلسو سرحدي پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولي.

د روان کال په اږدو کې په نورستان کې پوليسو ته تر ټولو درنه مرګ ژوبله له هغه وروسته ور اوړي چې تېره زيږديزه مياشت د امريکا بې پيلوټه الوتکې د نورستان لپاره د طالبانو والي شيخ دوست محمد له څو نورو کسانو سره وواژه.

Image caption د کامديش ولسوال مولوي عبدالرحمن وايي ګڼو ولسوالو د پوليسو څلور پوستې ويجاړې کړې او وسلې يې هم ترې وړې.

د نورستان چارواکو لا له وړاندې نه دغلته د طالبانو د يو پراخ چپاو خبردارى ورکړى و.

له بل پلوه د نورستان چارواکي ددغه ولايت په غرنيو ورشوګانو کې د سلګونه څارويو د لوټلو خبره کوي.

د نورستان دوالي وياند ظاهر بهاند وايي په کامديش او برګمټال کې له خلکو، د حکومت د پلوۍ او ملا تړ په تور څاروي تالا شوي.

د څارويو د لوټلو خبره د طالبانو ويندويان نه مني خو د سيمې نه راغلي کسان د ډېرو دا ډول شوکو کيسې کوي.

ځينې دا د غڅ اخیستنې يو بل ډول يادوي، څو ورځې وړاندې داسې رپوټونه هم وو چې د يو شمېر طالب پلوه شپنو مالونه هم ولجه شوي.

په نورستان کې د خلکو ژوند په مالدارۍ پايي، د ډېرو خبره ده، که څارويو د لوټلو دا لړۍ پسې اږده شي، نورستانيان به کلک وځپل شي.

ورته مطالب