سپنتا: ''مخالفین باید د ځواک په مټ سولې ته مات شي''

Image caption سپنتا: ''سوله په عریضه کولو، زاریو او په پخوانیو سنتي دودونو نه شي ټینګیدای''.

د افغانستان د دولت یو لوړ پوړی چارواکي وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې په زاریو او عریضه کولو پایلې ته نه رسېږي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو څرنګوالی، له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان حالت او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې اوس پر داسې موضوعاتو بدل شوې، چې نژدې هره ورځ په کابل او نوروو لایتونو کې سیاستوال، مدني فعالان او نورې ټولنې پرې تاوده بحثونه کوي.

خو په دغو مسایلو کې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو میکانیزم هغه څه دي، چې د دولت په داخل کې د ځینو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ هم پرې کله ناکله اختلاف لیدل کیږي.

زیتون تېل او توره

اوس د افغانستان د ملي امنیت مشاور رنګین دادفر سپنتا وايي، سوله د سنتي دودونو په مرسته او زاریو نه شي ټینګیدای:

''سوله په عریضه کولو، زاریو او په پخوانیو سنتي دودونو نه شي ټینګیدای. د سولې لومړی شرط د یوه داسې پیاوړي افغانستان درلودل دي، چې د استقلال، ازادۍ او د عرضي تمامیت د دښمنانو د ځپلو لپاره چمتوالی ولري. خو له بلې خوا د سولې لپاره باید یوه فرصت ته هم باید چمتو و اوسو. د مذهبي او کلاسیک تعبیر پر بنیاد- باید په یوه لاس کې د زیتون تیل او په بله لاس کې توره ولرو''.

ښاغلي سپنتا، چې په کابل کې یې له ۲۰۱۴ کال ورسته د افغانستان د ارزولو لپاره يوه غونډه کې خبرې کولې درانګه وویل، ممکن دبهرنیو ځواکونو له و تلو وروسته ځینې اندیښنې راپورته شي، ځکه د ده په ټکو په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان کورنۍ دندې بهرنیانو ترسره کړې دي.

په همدې حال کې غونډې ته د افغانستان د حزب اسلامي مشر او د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغنديوال وویل، په افغان سوله کې دې د بهرنیانو ګټې نه پالل کیږي:

''د افغانستان اسلامي حزب له هغو ګوندونو څخه دی، چې تل یې په افغانستان کې پر ورورولۍ او سولې ټینګار کړی. خو موږ باید په سوله کې دنورو ګټې په پام کې ونه نیسو. له بده مرغه کومې جګړې چې په تیرو څو کلونو کې موږ ته په افغانستان کې پیدا شوې دي، د نورو دګټو لپاره مو کړې دي''.

ښاغلي ارغندیوال په خپلو خپلو خبرو کې ټنیګار کاوه، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هیواد اقتصادي او امنیتي حالت له ستونزو سره نه مخامخ کیږي.

د افغان ملت د ګوند افتخاري مشر او سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي که څه هم له ښاغلي ارغندیوال سره موافق و خو ۲۰۱۴ کال یې هم کم ارزښته نه ګاڼه:

Image caption د افغانستان د حزب اسلامي مشر او د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغنديوال وویل، په افغان سوله کې دې د بهرنیانو ګټې نه پالل کیږي.

''زه په دې باور یم، هغه مصیبتونه، چې خلک په ۲۰۱۴ یادوي، هغسې نه ده. خو په دې نظر هم یم، چې ۲۰۱۴ کال به د افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګر کې ډیر مهم وي او باید بې ارزښته و نه ګڼل شي''.

ښاغلي احدي وايي، چې اوس هم په ځینو برخو کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو منفي اغیزې لیدل کیږي، چې نوموړی یې بېلګه د ځمکو د بیو راټیټوالی ګڼي.

خو له دې ټولو سره سره، د ګوندونو او سیاسي ډلو مشران او حکومتي چارواکي په دې باور دي، چې که له فرصتونو سمه ګټه واخیستل شي، ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي، د افغان ځواکونه لا پیاوړې شي، او له نړیواله ټولنه پر خپلو ژمنو ودریږي. د ۲۰۱‍۴ کال به ډیرې منفې اغیزې ونه لري.

ورته مطالب