" اوسمهال د سولې بهیر په نشت حساب دی "

Image caption د سولې عالي شورا هغه ډول لاسته راوړنې نه لرلې، چې ولس یې تمه لرله. رنګین دادفر سپنتا

د افغانستان ولسي جرګې غړي وايي د حکومت یو لوړ رتبه چارواکي لومړی ځل ومنله، چې اوس مهال د سولې بهیر په نشت حساب دی.

له کابله د بي بي سي خبریال حفیظ الله معروف، د ولسي جرګې د غړو له قوله وايي، د ملي امنیت د شورا سلاکار رنګین داد فر سپنتا د بندو درواز تر شاه د ولسي جرګې غونډې ته په ډاګه وویل، چې د سولې عالي شورا هغه ډول لاسته راوړنې نه لرلې، چې ولس یې تمه لرله.

د ولسي جرګې غونډې ته د نوموړي ترڅنګ د سولې د عالي شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزی او د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د دې لپاره ورغوښتل شوي وو، چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې بهیر په اړه ولسي استازو ته مالومات ورکړي.

له دې وړاندې هم ښاغلي سپنتا ویلي و، چې د سولې بهیر لپاره اساسي شرط د پياوړي افغانستان درلودل دي او دا یې هم په ډاګه کړې وه، چې سوله په زاریو نه ټینګېږي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې د سولې لپاره په یوه لاس کې زیتون او په بل لاس کې توره په کار ده.

که څه هم دغه غونډه له خبریالانو پټه و خو هغو استازو چې په دغه جلسه کې یې برخه لرله د چارواکو له قوله ویل، چې د سولې عالي شورا اوس یوازې د شخصی اړیکو پر مټ له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري.

د ولسي جرګې غړې ارین یون، بي بي سي ته وویل، هغه نیوکې چې تل ولسي استازو د سولې د عالي شورا پر کړنو کولې، بالااخره لوړ پوړي حکومتي چارواکي رنګین دادفر سپنتا ومنلې.

اغلې یون وايي، دا لومړ ځل دی، چې په دغه کچه لوړی پوړی چارواکی د سولې د شورا په اړه دغه ډول روښانه څرنګدونې کوي او دا مني، چې د سولې عالي شورا په خپلو کارونو کې ناکامه ده.

خو د اغلې یون په وینا‌د سولې دعالي شورا د درالانشا مشرمعصوم ستانکزي غونډې ته وویل، چې د طالبانو له ځینو استازو سره اړیکې لري خو وايي ښاغلي سپنتا په ډاګه کړه، چې دغه اړیکې شخصي دي، نه رسمي.

د ولسي جرګې یوه بل غړي نذیر احمدزي هم وویل، چې غونډې ته ښاغلي سپنتا هغه څه وویل، چې ولسي استازو یې پخوا په بیا بیا یادونه کوله، خو وايي د سولې عالي شورا او حکومتي چارواکو نه منل.

تر دې دمه خپله ښاغلي سپنتا رسنیو په دې باب څه نه دي ويلي.

د سولې د عالي شورا د جوړښت او کړنو په اړه پخوا هم اندېښنې موجودې وې.

ځینې مدني فعالان وايي، چې د شورا په جوړښت کې داسې کسان ګومارل شوي، چې پخوا یې د طالبانو پر ضد په سنګرونو کې جګړې هم کړې دي.

د سولې د خبرو چټکتیا لپاره، تېره میاشت د طالبانو لپاره په قطر کې دفتر هم پرانیستل شو.

خو د پرانیستل کېدلو پر څرنګوالي يې د افغانستان دننه او د باندې د خلکو مخالفتونه او اندېښنې هم راپورته شوې او له همدې امله اوس د سولې خبرې ځنډېدلې دي.

ورته مطالب