" ۱۴ ورځو کې ۵۰ ملکي افغانان تښتول شوي"

Image caption د تښتونې تر ټولو وروستۍ پېښه درې ورځې وړاندې رامنځ ته شوه.

په وروستيو دوو اوونيو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې نژدې ۵۰ ملکي افغانان تښتول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي د دوی يو شمېر د يرغمل کوونکو له منګولو بېرته ژغورل شوي خو ځينې يې لا هم له يرغمل کوونکو سره دي.

ځايي چارواکي د دغو کسانو د تښتولو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او د خوشې شويو په بدل کې د پيسو معامله نه ردوي.

خو کتونکي وايي دا يوازې د طالبانو کار نه دی، بلکې يو شمېر کسان د پيسو ترلاسه کولو او ځينې د شخصي تربګنيو له امله تښتول شوي دي.

د ځانمرګو بريدونو، چاودنو او جګړې ترڅنګ اوس د خلکو تښتول او يرغمل د ډېری خلکو په ځانګړي ډول د هغو چې په لارو تګ راتګ کوي اندېښنې را ټوکولي دي.

د دې ډول تر ټولو وروستۍ پېښه درې ورځې وړاندې رامنځ ته شوه.

د غزني چارواکو د جاغوري او مالستان په ولسواليو کې د شلو کسانو د يرغمل کېدو خبر ورکړ. دغو کسانو د ګيلان ـ جاغوري تر منځ سفر کاوه.

د کورنيو چارو وزارت دغه پېښه نه تاييدوي، خو د غزني د مرستيال والي محمد علي احمدي په ګډون د دغه ولايت ځايي چارواکي وايي له ۲۰ تښتول شويو يوازې ۴ يې بېرته خوشې شوي او د سيمې مخور د نورو د خلاصولو په لټه کې دي.

ښاغلی احمدي وايي طالبانو دغه کسان د خپلو زندانيانو د تبادلې لپاره نيولي دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې په دريو جلا پېښو کې نژدې ۲۰ تنه د هرات په ګزرې او غوريان ولسواليو تښتول شوي دي.

په تښتول شويو کې د يوې مرستندويه ټولنې درې کارکوونکي شامل دي. په يوه بله پېښه کې بیا يوه لس کلنه نجلۍ تښتول شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت يو وياند نجيب دانش وايي د دغو کسانو د خلاصون په موخه هڅې روانې دي.

"۱۲ کسه چې د فارياب په قيصار کې تښتول شوي وو خوشې شوي دي. د هرات د ګذرې ولسوالۍ موضوع دا ده چې نن دغلته د سپين روبو يوه شورا وه چې ټاکل شوې د دوی د خلاصون لپاره کار وکړي، خو د غزني پوليس وايي دغلته څوک نه دي تښتول شوي."

پر همدې مهال درې ورځې وړاندې نژدې ۲۰ کسه د فارياب له قيصار ولسوالۍ نه وسله والو تښتولي دي.

په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت وايي دغه کسان خوشې شوي، خو د فارياب د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وايي د تښتول شويو اته تنه خوشې شوي او نهه نور لا هم له تښتوونکو سره دي.

ښاغلی صديقي وايي طالبان د دغو کسانو د خلاصېدو په بدل کې د خپلو همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د دې ترڅنګ د دې مياشتې په لومړيو کې د مرمرو ډبرو د يوه شرکت لس کارکوونکي چې څلورو يې وسلې هم لرلې په ميدان وردګو ولایت کې وتښتول شول.

تښتوونکو د شپې مهال پر دغه فابريکه بريد کړی، يو تن يې وژلی، دوه يې ټپيان کړي او ځينې وسايل او تجهيزات يې ويجاړ کړي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼی د دغو کسانو خلاصېدل تاييدوي، خو وايي ښايي تښتونکو ته د دې په بدل کې پيسې ورکړل شوې وي.

د ملکي افغانانو د تښتونو او يرغمل کولو په تړاو پخوا ډېر لږ راپورونه ورکول کېدل، خو وروستيو پېښو ته په پام، کتونکي وايي ښايي دا د شخصي تربنګنيو پايله وي.

ورته مطالب