پر افغان امنیتي ځواکونه باور ډېر شوی

  • 7 جولای 2013 - 16 چنګاښ 1392
Image caption ډېری خلک په دې باور دي چې افغان ځواکونه اوس د جګړې په ډګر کې مستقل دي.

يوه غير دولتي بنسټ په لومړي ځل د افغانستان د امنيتي مسووليتونو د لېږد او سولې بهير په اړه د عالمانو او قومي مشرانو نظرونه راټول کړي دي.

دغه بنسټ چې د بيارغونې او ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په نوم يادېږي، د خلکو اندونه د افغانستان په پنځو زونونو کې د ورکشاپونو له لارې راټول کړي دي.

په ټوله کې شاوخوا ۲۵۰ کسانو په دغو غونډو کې ګډون کړی دی.

د دغه بنسټ مسوولين وايي هدف يې له دې کاره د خلکو د نظرونو او وړانديزونو راټولول او د هغو ننګونو په ګوته کول دي چې د دغو بهيرونو پر وړاندې پراته دي.

د بېارغونې او ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو بنسټ موندنې ښيي چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د څلورم پړاو په بشپړېدو خلک په دې باور دي چې افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې مستقل دي، د دوی پر وړتيا باور زيات شوی، د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ همکاري ښه شوې او د افغانستان د راتلونکې په اړه هم د خلکو هيله مندي زياته شوې ده.

د دغه بنسټ يوه غړي سعدالله مېمله وال د هغو ننګونو يادونه وکړه چې لا هم د سولې او د امنيتي لېږد بهير پر وړاندې پراته دي.

د ايتلافي ځواکونو له لوري نورو هېوادونو ته د افغانستان د يو شمېر سرحدي سيمو سپارل بله هغه اندېښنه ده چې په دغه راپور کې راپورته شوې ده.

په راپور کې اداري فساد، د اسلامي شريعت نه پلي کېدل او بې کاري په افغانستان کې د ناکراريو لوی لاملونه بلل شوي دي.

راپور دغه راز د افغانستان د سولې د عالي شورا لاسته راوړنو ته هم اشاره کړې، خو ويلي يې دي چې په اړه يې لا هم خنډونه شته چې حکومت او مسوول چارواکي بايد ورته پام وکړي.

دغه بنسټ د افغانستان د سولې له عالي شورا غواړي چې له مخالفينو او د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي چې خلک نور له بهرنيو توطيو خلاص شي.

د دغه غیر دولتي بنسټ دا او لسګونه نور وړانديزونه د افغانستان د سولې عالي شورا ته ورسپارلي دي.

د امنيتي مسوليتونو د لېږد بهير تنظيموونکي اشرف غني احمدزي د دغه بنسټ مسوولينو ته ژمنه ورکړه چې د کار د لا ښه والي په موخه او د عالمانو او خلکو د نظرونو راټولو په موخه به يوه مياشت وروسته دا وړ يوه بله ناسته په کابل کې را وبولي.

د دغه پروګرام مالي لګښت د اشيا فونډېشن موسسې له لوري ورکول کېږي.

ورته مطالب