د ولسي وګړو وژونکی افغان ژباړن نیول شوی

Image caption څو میاشتې وړاندې د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ ولسي خلکو د ځانګړو امریکايي ځواکونو له لوري د ولسي خلکو د وژنې پرضد لاریون وکړ.

د افغانستان څارګره اداره، ملي امنیت، وايي، د ذکریا کندهاري په نامه دغه تن د دوی د ځواکونو لخوا د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په کندها ښار کې له درې تفنګچو، دوه جعلي پېژندپاڼو او د بېلابېلو بنسټونو له اوو جعلي کارتونو سره نیول شوی دی.

زکریا کندهاري پخوا په وردګو ولایت کې له ځانګړو امریکايي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کاوه او د اوولسو ولسي افغانانو په بندي کولو، ربړونه او ان وژنه تورن دی.

د کندهار د والي ویاند جاوېد فیصل زموږ همکار ګلستان شینواري ته ویلي، زکریا کندهاري له تېرو څو میاشتو راهیسې د نیول کېدو له وېرې بېلابېلو ولایتونو ته سفر کړی، چې په پای کې د دغه ولایت په عینو مینې ښارګوټي کې ونیول شو:

''زکریا کندهاری په وردګو کې له ځانګړوي امریکايي ځواکونو سره ژباړن و، دولت یې د نیولو په لټه کې و، پر هغه وردګو کې د ولسي افغانانو د شکنجې تورونه وو، خو دی به له یوې سیمې تر بلې پورې سیار و، یوه میاشت مخکې ملي امنیت هغه د کندهار عینو مېنه کې ونیو''.

د پلاستیکي کڅوړې مړی

ویل کېږي، ذکریا کندهاری هغه مهال په دغو کړنو تورن شو، چې د وردګو په نرخ ولسوالۍ کې بزګرو په کروندو کې د کار پر مهال یو مړی پیدا کړ، چې په یوه داسې پلاستیکې کڅوړه کې اچول شوی و چې امریکايي ځواکونه یې کاروي.

د سید محمد په نامه د یوه کس دغه مړی د سیمې د خلکو او امنیتي ځواکونو لخوا وپېژندل شو.

تر دې وروسته خلکو داسې یوه وېډیو تر لاسه کړه، چې سید محمد پکې د ذکریا کندهاري لخوا ربړول کېږي. د دغه وژل شوي کس ورور عثمان وايي سید محمد له میدان ښاره کور ته راروان و، چې په لاره کې ځانګړو ځواکونو له ګاډي کوز کړی و:

''میدان ته د خپلوانو کره تللی و، ځانګړو ځواکونو هلته تر نیول کېدو وروسته په چړو او برچو وهلی و، او تر وژل کېدو وروسته یې توره خلته کې خښ کړی و. دغه کندهاري نور هم ډېرکسان بېولي او وژلي وو''.

له دغې پېښې وروسته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست لخوا یو پلاوی سیمې ته واستول شو، چې ذکریا کندهاری یې تورن وباله. د دغه پلاوي د موندنو له مخې، ذکریا کندهاری ډېری وختونه د ژباړې پر ځای د نیول شویو کسانو په پلټنو بوخت و. خو کندهاری هغه مهال له سیمې تښتېدلی و او نیویارک ټایمز د افغان چارواکو له قوله ویېلي، چې امریکایانو له ده سره په تېښتې کې مرسته کړې وه. خو دغه ادعا د امریکایانو لخوا رد شوې ده.

په یاد ولایت کې د سید محمد په څېر اوولس تنه د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوي وو. کله چې امریکایان له سیمې ووتل د دغو نیول شویو کسانو له ډلې د لسو تنو مړي د دوی له مرکزونو سره نږدې موندل شوي وو.

Image caption افغان امنیتي ځواکونه له څو میاشتو راپدېخوا د نوموړي په لټه کې وو.

د وردګو ولایت یو بل اوسېدونکی نعمت الله وايي، د ده دوه ورونه د ځانګړو امریکايي ځواکونو لخوا نیول شوي، چې تر اوسه یې درک نشته:

''ځانګړو امریکايي او افغان ځواکونو زموږ پر کور چاپه واچوله له دې ځایه یې ۳۰ کلیوال نرخ ولسوالۍ ته بوتلل، درې یې خوشي نه کړل، یو کس بګرام کې پیدا شوی، خو زما د دوو وروڼو مړی او ژوندی هم لا نه دی مالوم. موږ ډېره هڅه وکړه، چې پیدا یې کړو، خو له دولت سره هم زموږ هڅو هېڅ نتیجه ورنه کړه''.

د میدان وردګو خلکو د روان زېږدیز کال په لومړیو کې له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه د ذکریا کندهاري د نیولو غوښتنه کړې وه. دوی هغه مهال د مظاهرو په ترڅ کې همداراز غوښتنه وکړه، چې امریکايي ځواکونه دې د دوی له ولایته ووځي.

ورته مطالب