ناروې وايي پر افغانستان خپله مرسته کموي

Image caption ناروې له افغانستان سره د لسو سترو مرسته کوونکو هېوادونو په ډله کې راځي او ژمنه یې کړې چې تر ۲۰۱۷ کاله به هر کال اووه سوه او پنځوس میلیون کرون یا ۱۲۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کوي.

ناروې خبرداری ورکړی چې د افغان حکومت د کړو ژمنو د نه پوره کولو له امله به له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي، نارویژي چارواکو په کابل کې له افغانستانه د مالي ملاتړ په غونډه کې ویلي وو افغان حکومت د راتلونکو باوري ټاکنو ترسره کېدو ته د تیارۍ، د ښځو له حقونو د ملاتړ او له فساد سره د مبارزې په برخو کې بریالی نه دی.

په هغې غونډې کې چې تېره اونۍ جوړه شوې وه د لسګونو مرستندویه هېوادونو استازو ګډون کړی وو او د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره د ژمنه شویو مرستو بهیر یې وڅېړه. نړیوالې ټولنې د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان د سمون او اصلاحات د راوستولو په موخه د شاوخوا شپاړس میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

کابل کې زموږ خبریال خوشحال تایب وايي، د فرانسې د خبري آژانس د خبر له مخې د ناروې حکومت په یوې اعلامیې کې د افغان حکومت د ژمنو د پاتې راتلو په برخه کې ویلي ''د دوه اړخیزو پروګرامونو کمول هم یو انتخاب دی''.

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې هغه موضوع ده چې د ناروې په ګډون ګڼ شمېر مرسته کوونکي هېوادونه ټینګار پرې کوي. خو د ټاکنو دوه قانونونه لا هم په ملي شورا کې پراته دي او نه دي تصویب شوي چې دې کار هم اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

اداري فساد

د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې هم له درغلیو ډکې بلل شوې وې، د فرانسې د خبري آژانس له خوا په لیدل شوې دغې اعلامیې کې راغلي چې نارویژی چارواکي د ورو او نا انډوله پرمختګ په اړه چې په توکیو کنفرانس کې یې ژمنه شوې وه نهیلي شوي دي. او وايي چې ډېر لږ ژمنې پوره شوي او فکر کوو چې ریښتینې پرمختګ ته د رسېدو لپاره پرله پسې او ټینګې هڅو ته اړتیا ده.

ناروې د افغان حکومت په ادارو کې د پراخ اداري فساد په اړه هم اندېښنه لري او ویل شوي چې د فساد په مخنیوي کې اغېزمن کار نه دی شوی.

د کابل په غونډې کې زیاتره مرسته کوونکو هېوادونو افغان حکومت د پرمختګ په لور وهڅاوه خو ناروې بیا په دې برخه کې لا زیات ټینګار درلود.

په افغانستان کې د ناروې سفیر نیلز هوګست ویت اې ایف پي خبري آژانس ته ویلي زموږ څرګندونې روښانه دي کله چې دوی خپله دنده هغه شان چې لازمه ده نه ده ترسره کړې نو دا زموږ لپاره طبعي خبر ده چې دغه مسله وارزو او دې پایلې ته ورسیږو.

ناروې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې شاوخوا ۱۶۰ پوځیان لري چې د افغان ځانګړو ځواکونو په روزنه بوخت دي.

یو شمېر نورو هېوادونو هم له اداري فساد سره مبارزې په ګډون د افغان حکومت د کړو ژمنو په تړاو د پڅ پرمختګ په هکله اندېښنه ښوولې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش هم له افغان حکومته وغوښتل چې د اداري فساد سره پرېکنده مبارزه وکړي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون ژر تصویب کړي او رڼې ټاکنې ترسره کړي. هغه مسلې چې له امله یې پر افغان حکومت نیوکې کیږي.

موږ له هڅو سره سره ونه توانېدو چې د نارویژي چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت غبرګون ترلاسه کړو، خو د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال په کابل کې د نړیوالې ټولنې په وروستۍ غونډې کې ویلي چې د راتلونکو رڼو ټاکنو لپاره تیاري نیول شوې او له اداري فساد سره مبارزه هم ښه روانه ده.

ورته مطالب