پکتیاوالو د والي پرضد او پلوۍ لاریونونه وکړل

جمعه خان همدرد
Image caption پر پکتیا والي د پکتیا قومي مشرانو ته د سپکاوي تور لګول شوی.

د دوشنبې په ورځ (جولای اتمه/چنګاښ ۱۷) ځینو قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د والي پرضد مظاهره وکړه.

دغو لسګونو مظاهره کوونکو د والي جمعه خان همدرد پرضد شعار ورکاوه، چې په وینا یې والي د پکتیا قومي مشرانو ته سپکاوی باید جبیره کړي.

مظاهره کوونکو ویل، خپلې مظاهرې به تر هغو پورې جاري وساتي، چې د کابل چارواکو د پکتیا ولایت کې ستونزو ته د حل لاره نه وي موندلې.

خو مظاهره کوونکو په زغرده په دې ولایت کې هغه ستونزې یادې نه کړې، چې دوی یې له کبله مظاهرو ته اړ کړي وو.

د والي پرضد تر مظاهرې یو ساعت وروسته د والي په ملاتړ ځینو قومي مشرانو، د ولایتي شورا رییس او ځینو ځوانانو لاریون وکړ.

د والي په ملاتړ د مظاهره کوونکو یوه مخکښ او د پکتیا ولایتي شورا مشر ښایسته جان احدي د والي پرضد لاریون کوونکي د "ایران جاسوسان" وبلل:

"دغه کسان د ځینو نورو کسانو په ګټه کار کوي، دلته قومي تربګنۍ ته لمن وهي، سیاف ته کار کوي او د ایران جاسوي کوي".

مظاهره کوونکو د عبدرب الرسول سیاف او برهان الدین رباني عکسونو ته اور ورته کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې د پکتیا قومونو د اختلاف له منځه وړلو لپاره دې له زړه کار وکړي.

د والي ضد مظاهره کوونکو تېره اوونۍ والي ته څو ورځې ضرب الاجل ټاکلی و، که چېرې استعفا ونه کړي، دوی به یې پرضد لاریون وکړي.

مظاهره کوونکو له والي غوښتي وو، چې د ګردېیز – خوست سړک پیل شوې او بیا درېدلې پروژه دې ژر پیل شي او له کابله دې انتقالي برېښنا ورته ولېږدوله شي.

څو ورځې مخکې هم د افغانستان په دوو شمالي ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکو پرضد مظاهرې وشوې.

ورته مطالب