'پارلمان دې ټاکنیز قوانین ژر تصویب کړي'

فضل احمد معنوي
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، فضل احمد معنوي وايي، د دغو قوانینو د تصویب ځنډېدو اندېښمن کړی او وايي ممکن نور ځنډېدل یې پلې کېدل ناشوني کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که ملي شورا له خپلو دوبنیو رخصتیو مخکې د ټاکنو اړوند قوانین تصویب نه کړي، مجبور دي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې ترسره کړي.

ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د ملي شورا غړي خپلې دوبنۍ رخصتۍ پیل کړي.

ولسي جرګې د ټاکنو دقانون او ټاکنو د کمیسیون د واکونو او تشکیلاتو مسودې تصویب کړي، خو مشرانو جرګې رد کړې ده.

بشپړه مرکه واورﺉ

اوس دواړو جرګو د دغو قوانینو د تصویب لپاره ګډ کمیسیون جوړ کړی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، فضل احمد معنوي وايي، د دغو قوانینو د تصویب ځنډېدو اندېښمن کړی او وايي ممکن نور ځنډېدل یې پلې کېدل ناشوني کړي.

تقنیني فرمان

ښاغلي معنوي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، داسې اندېښنې هم لري، چې دغه قوانین په ملي شورا کې د سیاسي لوبو ښکار شوی، خو وايي که ژر قانوني بڼه خپله کړي، لا هم د پلې کېدو وړ دي:

''موږ دوه میاشتې وروسته خپل عملي کارونه پيلوو، که ژر دغه قوانین تصویب نه شي، د ولسمشر له پخواني تقنیني فرمان نه بله چاره نه لرو''.

د ټاکنو د قانون مسوده نژدې یو نیم کال وړاندې ملي شورا ته د تصویب لپاره استولې شوې وه، خو د ټاکنو کمیسیون د واکونو او تشکیلاتو مسوده بیا پنځه کاله وړاندې ولسي استازو ته لېږل شوې خو لا هم نه دې تصویب شوې.

دغه دواړه قوانین د افغانستان د ر اتلونکو ټاکنو رڼوالي لپاره اړینه بلل کیږي او خپل ولسمشر کرزي هم له ملي شورا نه د هغو د ژر تصویب غوښتنه کړې وه.

ښاعلي معنوي وايي، چې ملي شورا ورته د دغو قوانینو د ژر تصویب ویلي، خو وايي ډیر باور پرې نه لري.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ولسمشریزې ټاکنې باید راتلونکی کال ترسره شي، خو ناامني د دغو ټاکنو پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کیږي.

که څه هم ولسمشر کرزی او نور دولتي چارواکي پر ټاکل شوي وخت د دغو انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار کوي، خو یو شمېر مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو د ټاکنو په اړه بېلابېلې اندېښنې لري.

ورته مطالب