سولې عالی شورا: قطر دفتر په تړل کېدو خواشیني یو

Image caption د دغه دفتر پر موقتي تړل کېدو ډېر خواشیني یو. عطاالله لودین

د افغانستان کې د سولې عالي شورا یوه لوړ پوړي مرکچي بي بي سي ته ومنله چې په قطر کې د طالبانو دفتر د موقت وخت لپاره تړل شوی.

د نوموړي په وینا د سولې شورا د دغه دفتر پر بندېدو خواشینې ده او هیله لري چې دا دفتر په نژدې راتلونکې کې د سولې د خبرو لپاره بېرته پرانیستل شي.

د سولې د عالي شورا د دغه مرکچي په وینا د دغه دفتر د موقت بندېدو دوه لاملونه کېدای شي چې یو یې له امریکايي چارواکو سره د طالب زندانیانو پر سر جوړ جاړي ته نه رسېدل او بل یې د طالبانو ترمنځ د قطر دفتر پر سر اختلاف دی.

له کابله د بي بي سي خبریال سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې کاږي، چې کله نږدې یوه میاشت وړاندې په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې د خبرو لپاره پرانیستل شو، د سولې په اړه تمه ډېره شوه، خو له هماغه پیله ناندرۍ رامنځ ته شوې. دا ناندرۍ د دغه دفتر د نوم او د اسلامي امارت د بیرغ پر سر وې.

خو اوس چې دا دفتر تړل شوی په سوله ییزه توګه په افغانستان کې د روانې شخړې د پای ته رسېدو هیلې یو ځل بیا په نهیلۍ بدلې شوې دي.

د افغانستان د سولې دعالي شورا مرستیال عطاء الله لودین بي بي سي ته وویل د دغه دفتر پر موقتي تړل کېدو دوی ډیر خواشیني دي او هیله لري چې مقابل لوری د خبرو لپاره چمتووالی وښيي او په قطر کې د طالبانو دفتر بېرته پرانیستل شي.

" په قطر کې د طالبانو دفتر بند شوی د سولې عالي شورا په دې تاسف ښکاره کوي. د مذاکراتو د اوږد بند بُست نه وروسته دا یوه دروازه خلاصه شوې وه. بهتره به وای چې دا پخپل حالت پاتې شوې وای. موږ هیله مند یو چې دا د فتر به د مذاکراتو او د دې قضیې دپوره څېړلو لپاره په دوامداره توګه بند پاتې نه شي او دوی د مذاکراتو لپاره چمتووالی وښيي او دفتر پرانیستل شي."

په پاکستان کې مېشت یوه طالب چارواکي چې د نوم نه ښودلو پر شرط یې خبرې کولې، فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي د قطر دفتر ځکه د لنډ مهال لپاره تړل شوی چې له دوی سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي.

خو د سولې د عالي شورا مرستیال عطاء الله لودین وايي دوی له چا سره کومه ژمنه نه ده کړې.

"د دفتر د بندېدو دوه درې عوامل دي یو داچې دوی به په ظاهره استدلال کوي چې ګویا د دوی بیرغ او لوحه ښکته شوې ده. خو فکر کېږي چې یو دوې خبرې نورې هم شته او هغه دا چې د دوی او امریکایانو ترمنځ په ګوانتنامو د زندانیانو په اړه شاید د دوی او هغوی ترمنځ کوم خفګان پیدا شوی و. بله داچې د طالبانو په مجموع کې توافق نه و چې دا دفتر دې هلته خلاص شي."

پاکستان کې مېشت طالب چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي دوی له امریکا، له افغان حکومته او له بل هېڅ ښکېل لوري خوښ نه دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستل کېدو پرمهال رامنځ ته شوی ناسم پوهاوی باید د سولې بهیر پر وړاندې خنډ و نه ګرځي.

ورته مطالب