امارات هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیلوي

Image caption د افغان هوايي شرکتونو اندیښمن دي او وايي د بهرنیو شرکتونو له راتګ سره به دوی د سیالۍ توان له لاسه ورکړي او په دې توګه به دیوالي شي.

په پام کې ده چې د امارات هوايي شرکت په نیژدې راتلونکې کې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د افغانستان د هوايي چلند او ترانسپورت وزارت وايي د دې ترڅنګ یو شمېر اروپايي او آسیايي هېوادونو هم غوښتنه کړې چې الوتکې یې افغانستان ته الوتنې وکړي.

د چارواکو په وینا دا چاره به کورني هوایي شرکتونه هم وهڅوي چې خپل خدمتونه ښه کړي.

دا مهال افغانستان ته ۱۰ بهرني هوايي شرکتونه الوتنې کوي چې له دې ډلې فلای دوبئ، ترکیش آیر وییز، عربیه، ایر انډیا او د ایراني اسمان هوايي شرکت الوتکې هره ورځ کابل ته مساپر لېږدوي.

د افغانستان د هوايي چلند او ترانسپورت وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال بي بي سي ته وویل سربیره پر امارات د جرمني، ترکمنستان او تاجکستان هوايي شرکتونو هم افغانستان ته د الوتنو د پیلولو غوښتنه کړې ده.

کورني شرکتونه

په همدې حال کې د یو شمېر کورنیو هوايي شرکتونو چارواکي اندیښمن دي او وايي د بهرنیو شرکتونو له راتګ سره به دوی د سیالۍ توان له لاسه ورکړي او په دې توګه به دیوالي شي.

خو د افغانستان د هوايي چلند او ترانسپورت وزارت وايي کورني هوايي شرکتونه هم کولای شي چې مساپر ته په ښو خدمتونو او سالمې سیالۍ نورو هېوادونو ته اولوتنې ولري.

د چارواکو په باور له دې سره به پر افغان هوايي شرکتونو د باور د ډېریدو ترڅنګ دولتي عواید هم ډېر شي.

ورته مطالب