هلمند: ماین چاودنې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Image caption د ملکي وګړو یو تونس ډوله موټر چې نادعلي ولسوالۍ تر پر لاره و، پر ماین ور برابر شو.

په سویلي ولایت هلمند کې په دوو چاودنو کې د یو ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي او دعامه نظم دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، لومړۍ پېښه د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ملکي وګړو یو ټونس ډوله موټر، چې نادعلي ولسوالۍ تر پر لاره و، پر ماین ور برابر او په پایله کې یو ماشوم او دوه لویان ووژل شول.

د ښاغلي ځواک په وینا د عامه نظم پولیس د دې پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته روان وو، چې پرې د ماین چاودنه وشوه او په پایله کې دوه پولیس سرتېري ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

دوې ورځې مخکې د افغانستان په لوېدېځ هرات ولایت کې یوه ورته پېښه کې د یوې چاودنې پایله کې ۱۷ کسان ووژل شول.

د اوبې ولسوالۍ په هغه پېښه کې ۱۲ ښځې او څلور ماشومان هم وژل شویو کې شامل وو. ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل، چې ۱۰ وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

له هغې پېښې وروسته چارواکو وویل، داسې معلومېږي، چې وسله والو طالبانو دغه ماین پر افغان امنیتي ځواکونو د برید لپاره ځای پر ځای کړی و، چې د ملکي خلکو ګاډی پری وخوت. خو وسله وال طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

زموږ د خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې که څه هم د دغه ډول پېښو له کبله د اوښتي زیان کره شمېرې معلومول ګران دي، خو چارواکي وايي تېر کال له نژدې ۱۸۰۰ پولیسو او نژدې ۹۰۰ وژل شویو پوځیانو نه ډېر د همدې ماینونو چاودلو له کبله وژل شوي.

تېره اونۍ کندهار کې د یوې ورته چاودنې له کبله د اتو مېرمنو په شمول ۱۰ ملکي کسان ووژل شول.

ورته مطالب