د حصارک کلابندي اووه میاشتنۍ شوه

Image caption د ننګرهار د امنیې قومندان پاسوال شریف امین په وینا دوی هلته نوې مرستې رسولې دي خو لا هم ځینې ستونزې شته چې دوی یې په وړاندې تدبیرونه نیولي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو مخالفینو له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې د حصارک ولسوالۍ محاصره کړې ده.

د حصارک ولسوال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل طالبان شاوخوا درې سوه متره د ولسوالۍ مرکز ته نژدې شوي دي.

ښاغلي عبدالخالق معروف زموږ له همکار خوشحال تایب سره د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې څو څو ځله یې له مرکز او ننګرهار له ولایته د مرستې غوښتنه کړې خو مثبت ځواب نه دی ورکول شوی.

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي هم د حصارک ولسوالۍ له محاصرې سترګې نه پټوي خو وايي چې دغې ولسوالۍ ته یې د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قومندان پاسوال شریف امین په وینا دوی هلته نوې مرستې رسولې دي خو لا هم ځینې ستونزې شته چې دوی یې په وړاندې تدبیرونه نیولي دي.

دا سمه ده چې له پولې او پاکستان سره نژدې سیمه ده او ګواښونه ډېر دي، خو خبر دا ده چې زه له تشکیله ډېر ځواکونه هلته نه شم لیږلای. هلته د ملي امنیت، عامه نظم او ولسوالۍ کسان شته، په یوې ولسوالۍ کې خو یوه فرقه نه وي.

او بله دا چې له لوړپوړو چارواکو سره مو خبر کړې چې هلته عملیات هم ترسره کړو.

ورته مطالب