بغلان کې د ایساف چورلکې 'بېړنۍ ناسته' کړې

Image caption ایساف وايي، چورلکې یې بېړنۍ ناسته کړې.

د افغانستان بغلان ولایت کې د ناټو یوه چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونه مني، چې بغلان کې یې یوه چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې، خو هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د بغلان سیمه ییزو چارواکو هم منلې ده، چې د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه بېګا شپه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

پېښه د بغلان بورکو ولسوالۍ کې شوې.

د بورکو ولسوال عبدالجبار اسلامي ویليي نړیوالو سوله ساتو ځواکونو تېره د پنجشنبې پر شپه هلته عملیات پیل کړي وو.

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې د سراج الدین په نامه د یوه طالب قومندان په ګډون یو شمېر وسله وال ونیول شول.

دی وايي، چې د عملیاتو پرمهال د ناټو یوه چورلکه په نواباد سیمه کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه، چې په وینا یې تر اوسه د پېښې له اړخه د مرګ ژوبلې په اړه کوم خبر نه دی خپور شوی.

افغانستان د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو هم ویلي چې "نن د افغانستان په شمال کې د ایتلافي ځواکونو د یوې چورلکې بېړنۍ ناسته تاییدوو. خو تر اوسه د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی".

ایساف ویلي چې د پېښې پرمهال سیمه کې د اورپکو هېڅ راز فعالیت نه و.

خو وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې "بېګا شپه د بغلان ولایت بورکې ولسوالۍ شش کل سيمه امریکايي وحشي اشغالګرو عسکرو غوښتل په مجاهدینو چاپه ووهي چې وار له مخکې مجاهدین ورته په کمين کې وو او وړاندې له دې چې چينوک ډوله دوه څرخه هليکوپتر ځمکې ته ورسيږي په توغندي وويشتل شوه".

طالبان ادعا کوي، چې هلیکوپتر "په هواکې اور واخيست او په ځمکه رانسکوره شوه".

دوی دا ادعا هم کوي، چې د چورلکې ټوله ۲۷ سپرلۍ، چې امریکايي پوځيان وو، له عملې سره ووژل شول.

خو د دوی دا ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

ورته مطالب