امريکا وايي تر ٢٠١٤ وروسته به هم افغانستان کې وي

Image caption ټاکل شوې ده چې راتلونکي کال کې افغانستان څخه د بهرنېو پوځيانو ډيره برخه ووځي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبېز ويلي داسې نه برېښې چې امريکا دې له ٢٠١٤ م کاله وروسته له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو ايستلو ته اړه شي.

ښاغلي ډوبنز چې د امريکا مشرانو جرګې کې د بهرنيو اړيکو جرگه گۍ ته وينا کوله، وويل افغان حکومت سره يوې هوکړې ته له رسېدو پرته به په افغانستان کې زموږ شتون پاى ومومي خو موږ په دې باور نه يو چې دا دې د خبرو اترو پايله را ووځي.

د ښاغلي ډوبنز دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې دوه ورځې وړاندې په نيويارک ټايمز کې داسې يو رپوټ خپور شو چې گواکې ولسمشر اوباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د مخالفتونو له امله له افغانستانه د امريکايي سرتېرو پر بشپړې وتنې جدي غور کوي.

ښاغلي ډوبېنز د امريکا سنا ته وويل: "له افغانستانه د سرتېرو د وتنې موضوع تر ډېره بريده له عراق سره پرتله کېږي، خو توپير دلته دا دى چې افغانان واقعاً په دغه هېواد کې زموږ حضور ته اړتيا لري، ډېرى افغانان غواړي چې موږ هلته پاتې شو او موږ هم ورسره د پاتې کېدو ژمنه کړې ده".

د سپينې ماڼۍ وياند وړاندې ويلي وو چې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو بشپړ وتل هم يو له هغو غوراويو دى چې ورباندې غور کېداى شي.

پر کابل فشار

خو د رويټرز خبري اژانس په وينا ښاغلي ډوبنز د امريکا سنا ته ويلي تر هغه ځايه چې دى پوهېږي رسنيو ته له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د بشپړې وتنې د خبر له ورکړې موخه پر کابل فشار راوستل او دا ور ښوول و چې په دې تړاو په عمومي محضر کې خبرې کول گټور نه دي.

د سولې خبرې اترې

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړي استازي همداراز په قطر کې د سولې د خبرو اترو په تړاو د امريکا سنا ته وويل موخه دا نه ده چې امريکا په خپله په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې وکړي، بلکې غواړي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا او وسله والو مخالفينو تر منځ د خبرو اترو د بهير ملاتړ وکړي.

ښاغلي ډوبنز همداراز زياته کړې چې ډاډه نه دى د سولې خبرې ژر پرمختگ وکړي او يا ان د راتلونکي کال په اوږدو کې پيل شي، خو نوموړى وايي دا به دوى له نورو لومړيتوبونو څخه ونه گرځوي.

افغان حکومت له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر خبرې وروسته له هغه وځنډولې چې په قطر کې د طالبانو د دفتر په تړاو پر ځينو مسايلو چې امريکا هم په کې ښکېله وه، ناندرۍ را پورته شوې.

ورته مطالب