سحرګل راتلونکې ته هیله منه ده

سحر ګل
Image caption سحر ګل وايي يوازې يې د دوبۍ عکسونه ليدلي چې د دې په خبره ډېر ښکلي دي.

بي بي سي له ناوې سحر ګل سره مخامخ خبرې کړي چې اوس د کابل د امن په يوه خونه کې اوسېږي اوهیله لري چې رييسه شي.

حکومت د دې د وهلو او ځورولو په تړاو د دې د خسرګنۍ يو شمېر غړي زنداني کړي وو، خو څو ورځې وړاندې يې بېرته خوشې کړل.

زموږ همکار عبدالله ستانکزی وايي، سحر ګل چې په بغلان ولايت کې يوه ۳۰ کلن سړي ته واده شوې وه اوس په څلورم ټولګي کې زده کړې کوي.

دا ۱۵ کلنه ناوې سحر ګل ده چې اوس د پلازمېنې کابل په يوه امن کور کې اوسېږي.

دا په څلورم ټولګي کې زده کړې کوي او ارزو لري چې د خپلې ښوونکې په څېر رييسه شي.

تېر کال کال سحر ګل خپلې خسرګنۍ دومره وهلې وه چې پوليس وايي بدن يې شين اوښتی و او ان نوکان او وېښته يې ترې وېستلي و.

د دې نوکان او وېښته اوس بېرته راټوکيدلي، د غوږونو ټپونه يې ښه شوي، خو غوږونه يې سوء شکل لري.

دا اوس د تېر کال په څېر کمزورې نه ده، وايي غواړم د نجونو له حقونو دفاع وکړم چې ظلم پرې ونه شي.

سحرګل چې تېرکال د خپلې خسرګنۍ له لوري شپږ مياشتې په يوه تکاو کې تېرې کړي اوس د دوبۍ د ليدو خوبونه ګوري.

سحر ګل وايي يوازې يې د دوبۍ عکسونه ليدلي چې د دې په خبره ډېر ښکلي دي.

د سحر ګل د خسرګنۍ غړي چې د حکومت له لوري نيول شوي وو، اوس بېرته خوشې شوي او سحر ګل هم پرې خبره ده، خو وايي خدای ته يې سپارم:

''د شپې مې لمونځ وکړ، خو رانغی، تسبيح مې وکړې خوب يوړم. په خوب کې ګورم چې يو سپۍ ما خوري. په هماغه سبا و، چې ښوونکې مې راته وويل خسرګنۍ دې له زندانه خوشې شوي دي. زه يې په خدای سپارم''.

دا وايي اوس له جمسي اړخه پياوړې شوې او له خپله ځانه دفاع کولی شي، ځکه خواړه او اوبه وررسېږي او په امن خونه کې ښه ساتل کېږي.

دا د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي یوه بېلګه ده، ښایي ډیرې ورته نورې پېښې هم وي، خو تر اوسه يې رسنيو ته لار نه ده کړې.

ورته مطالب