د برتانیا پوځ کې د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې

Image caption د برتانیا د دفاع وزارت د وینا له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۱۳۴۷۸۰ تنو برتانوي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.

د بي بي سي له خوا شوې یوې څېړنې موندلې چې په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړې کې د وژل شویو برتانوي پوځیانو په پرتله د ځان وژونکو برتانوي سرتېرو شمېر ډېر و.

د بي بي سي د "پاناراما" پروګرام موندلې چې پنځوسو برتانوي پوځیانو ځان وژنه کړې ده.

تېرکال په افغانستان کې د وژل شویو برتانوي پوځیانو شمېر ۴۴ و چې ۴۰ یې د جګړې پرمهال وژل شوي دي.

د برتانیا د دفاع وزارت وايي د هر پوځي ځان وژنه یوه غمیزه ده.

اخوا د ځینو پوځیانو کورنیو ویلي چې له دغو پوځیانو سره کافي مرسته نه کېده؛ ځکه یې په ځان وژنې لاس پورې کړ.

په هغو پوځیانو کې چې ځانونه یې وژلي ۲۱ یې د دندې د ترسره کولو پرمهال او ۲۹ نورو یې له ماموریته وروسته ځان وژنه کړې ده.

د وژل شویو نومونه

د امریکا په څېر د برتانیا حکومت د پخوانیو پوځیانو ځان وژنه نه ثبتوي، خو د بي بي سي پروګرام "پاناراما" په خپلواکه توګه ویلي چې په ۲۰۱۲ کال کې ۲۹ پخوانیو برتانوي پوځیانو ځانونه وژلي دي.

د دغه شمېر د معلومولو لپاره د پاناراما پروګرام د برتانیا ګوټ ګوټ ته لیکونه استولي وو او له خلکو یې غوښتنه کړې وه چې د پخوانیو پوځیانو چې ځایونه یې وژلي دي، نومونه ورکړي.

د بریتانیا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې په تېرو دریو کلونو کې د هغو پوځیانو شمېر چې په روحي ناروغیو اخته شوي دي ډېر شوی دی.

خو دا معلومه ده چې د دغو پوځیانو له ډلې نه چې د تېرکال په اوږدو کې یې ځانونه وژلي دي څو کسان یې په روځي ناروغیو اخته وو.

په همدې حال کې د برتانوي پوځیانو یوه پخواني قوماندان ويلي شواهد ښيي چې د پوځیانو ترمنځ روحي ستونزه تر هغې کچې ډېره ده چې حکومت او د برتانیا د دفاع وزارت یې په ډاګه کوي.

د برتانیا د دفاع وزارت د وینا له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۱۳۴۷۸۰ برتانوي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی.

برتانیا افغانستان کې شاوخوا نهه زره سرتېري لري، چې په پام کې ده د ۲۰۱۴ کال ترپایه له دې هېواده ووځي.

ورته مطالب