هند افغان پوځي افسران روزي

Image caption افغان امنيتي ځواکونه له هند سره د لاسليک شوي ستراتيژيک تړون په رڼا کې په هغه هېواد کې روزل کېږي.

افغان حکومت ومنله چې د امنيتي بنسټونو ګڼ شمېر افسران يې اوس مهال د هند په پوځي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي افغان امنيتي ځواکونه له هند سره د لاسليک شوي ستراتيژيک تړون په رڼا کې په هغه هېواد کې روزل کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت داسې مهال دا څرګندونې کړې دي چې تېره اوونۍ د هند د کورنيو چارواو دفاع وزارتونو يو پلاوى د افغان ځواکونو د وړتياوو د ارزونو په موخه راغلى و، چې په پايله کې يې د هغه هېواد له خوا افغان ځواکونو سره د پوځي مرستو په اړه غور وکړي.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي افغانستان له هند سره ستراتيژيکو اړيکو ته په خورا ارزښتمنه سترګه ګوري، او د اوږد مهالو ستراتيژيکو اړيکو د تړونونو لاسليکولو لړۍ يې هم د ٢٠١١ ميلادي کال په اکتوبر مياشت کې له هنده پيل کړې وه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي له هند سره د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو د تړون په منځپانګه کې دا خبره خوندي ده چې هغه هېواد به د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړولو او روزلو په برخه کې هم مرسته کوي.

ښاغلي موسى زي وويل پر همدې بنسټ اوس مهال د افغان امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر افسران د هند په پوځي پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دى.

"د افغان امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر افسران د هند په ښوونيزو بنسټونو، همدا راز د لوړو زده کړو په پوځي بنسټونو کې په زده کړو بوخت دي. موږ غواړو دا همکاري نه يوازې روانه پاتې شي بلکې بايد پراختيا بيامومي."

خو ښاغلي موسى زي شمېرې ور نه کړې چې په کوم شمېر افغان پوځي افسران اوس مهال په هند کې په زده کړو بوخت دي او په کومو برخو کې.

د بهرنيو چارو وزارت داسې مهال په هند کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې خبره کوي چې تېره اوونۍ د هغه هېواد د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو يو پلاوى کابل ته راغلى و چې د افغان امنيتي ځواکونو وړتياوې و ارزوي او بيا ورسره د مرستو په اړه غور وکړي.

د يو شمېر راپورونو له مخې ولسمشر حامد کرزي هند ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له هغه هېواده د درنو وسلو غوښتنه وکړه خو وروسته د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد وويل هند اوس مهال په داسې موقيعت کې نه دى چې له افغانستان سره د درنو وسلو مرسته وکړي.

هند د بيا رغاونې په برخه کې هم په تېره څه باندې يوه لسيزه کې له افغانستان سره شاوخوا دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

د هند او افغانستان اړيکي د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو لپاره پارونکې بلل کېږي، خو افغانستان تل ويلي چې له يوه هېواده سره به يې اړيکي د بل په زيان نه تمامېږي.

ورته مطالب