کندهار ښاروالي معلوماتي مرکز جوړ وي

د کندهار ښاروالۍ چارواکې وايي چې د خپلو مراجعينو د چارو ګړنديتوب او آسانتياوو برابرولو په موخه يې د يوه معلوماتي مرکز جوړولو چارې پيل کړې دي.

کندهار ښاروال محمد عمر عمر وايي د دغه مرکز پر جوړولو شاوخوا ۶ ميليون افغانۍ لګښت راځې چې د ښاروالۍ له عايداتو ورکول کېږي.

ښاغلی عمر وايي په دغه مرکز کې به د ښاروالۍ ټولو څانګو استازي ناست وي چې د مراجعينو ټولې چارې به په همدې مرکز کې پر يوه وخت تر سره کېږې.

ده زياته کړه چې د دغه مرکز جوړولو بله ګټه به دا وي چې د فساد او درغلۍ مخه به نيول شوې وي.

د دغه معلوماتي مرکز چارې يوه مياشت مخکې پيل شوې او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به بشپړې شې چې دم ګړۍ يې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

زموږ همکار مامون درانی وايي کندهار ښاروالي د نورو دولتي ادارو په پرتله ډېر مراجعين لري، چې ډېر کله هغوی د خپلو کارونو له ځنډ او خنډ سره مخامخېدو ترڅنګ ادعا کوي چې مامورين ترې د کار په بدل کې د پيسو غوښتنه کوي.

دی وايي کندهار ښاريان ډېر کله پر دولتي ادارو په ځانګړې توګه ښاروالۍ کې پر مامورينو نيوکه کوي چې کله يې د يوه لاسليک او کله هم د دولتي کارکوونکو ناسوبي هم کار ځنډوي.

خو د دغه ډول يو مرکز جوړول چې چارې به پر يوه ځای او يوه وخت باندې ترسره کېږې اوسنۍ پرتې ستونزې به تر ډېره بريده هوارې شي.

ورته مطالب