بهرنیو شرکتونو نژدې ۲۰۰ میلیونه ډالر تښتولي

Image caption د ودانيزو شرکتونو، کارگرو او توکيو برابرونکو پېسې تښتول شوې دي. خان جان الکوزی

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي بهرنيو شرکتونو د څه باندې ٦٠ افغان شرکتونو نژدې ٢ سوه ميلیونه ډالر تښتولي دي.

د ياد شوي بنسټ مرستيال خان جان الکوزي کابل کې د بي بي سي خبریال مصطفی سالک ته وويل چې بهرنيو شرکتونو لومړى لاس قراردادونه لرل چې دويم هغه يې افغانانو ته ورکړي وو، خو وايي د چارو تر بشپړتيا وروسته بهرنيو شرکتونو له افغان هغو سره حساب کتاب نه دى کړى او پېسې يې تښتولې دي.

د ښاغلي الکوزي په وينا اوسمهال په افغانستان کې داسې بنسټ نه شته چې ياد شوي بهرني شرکتونه حساب کتاب ته حاضر کړي.

د څه باندې ٦٠ افغان شرکتونو نژدې ٢ سوه ميلونه ډالر په نژدې تېرو ١٢ کلونو کې د امريکايي اروپايې او نورو شرکتونو له خوا تښتول شوي دي.

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي چې بهرنيو شرکتونو د افغانستان د بيا رغاونې په برخه کې له امريکا او نورو هېوادونو څخه لومړي لاس قراردادونه تر لاسه کړي و، چې ددويم لاس په بڼه افغان شرکتونو ته ورکړل شوي وو.

ياد شوى بنسټ وايي دغو څه باندې ٦٠ شرکتونو ورته عرض پاڼې سپارلي چې بهرنيو شرکتونو ورسره حساب کتاب نه دې کړى او پېسې يې تښتولې دي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې په دې کې د ودانيزو شرکتونو، کارگرو او توکيو برابرونکو پېسې تښتول شوې دي.

ښاغلي الکوزي وويل چې افغان شرکتونو د افغانستان څارنواليو ته هم عرض پاڼې سپارلې دي خو په وينا يې تر اوسه په افغانستان کې داسې بنسټ نه شته چې درغل بهرني شرکتونه حساب کتاب ته کېنوي او د افغان شرکتونو پېسې ترې واخلي.

ښاغلي الکوزي وويل يوه لاره دا کېدى شي چې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د دغو بهرنيو شرکتونو حکومتونو ته ووايي چې د خپلو هېوادونو ياد شوي شرکتونه له افغانو هغو سره حساب کتاب ته کېنوي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت غبرگون هم را واخلو خو برياليتوب مو ملتيا ونه کړه.

ورته مطالب