امریکا افغانستان ته روسۍ چورلکې ورکوي

مي ۱۷
Image caption که څه هم دوی د نویو روسي هلیکوپترو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل، خو په ځینو راپورونو کې ددغو الوتکو شمېر لسګونه ښودل شوی.

د افغانستان هوایې ځواک چې پوځي کارپوهان یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د کورني امنیت لپاره یو ستر ډاډ بولي، لا هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.

په همدې حال کې د دفاع وزارت چارواکي وایې هڅه یې دا ده چې ژر تر ژره خپل هوایي ځواک پیاوړی کړي او نیمګړتیاوې یې پوره کړي.

کابل کې زموږ همکاره فریبا ظاهر وايي، افغان چارواکي د متحده ایالاتو هغې ژمنې ته زړه ښه کړی چې وایې له روسیې سره د خپلو تړونونو له مخې به مي -۱۷ ډوله هلیکوپترې واخلي او افغانستان ته به یې ورکړي.

د افغانستان ددفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل چې ددغو الوتکو کره شمېره ورته معلومه نه ده، خو امریکا دا ژمنه ورسره کړې ده: ''د امریکا متحدو ایالتونو ژمنه کړې، چې د هوايي ځواک په پیاوړتیا کې به له موږ سره مرسته وکړي، مي ۱۷ ډوله هلیکوپتر له روسیې مخکې امریکایانو اخیستي او موږ ته یې راکوي، شمېر یې موږ ته معلوم نه دی، خو تر اوسه دوه ځلې له روسیې اخیستل شوي او موږ ته یې د راکولو وعده راکړې ده، چې راتلونکې کې به هم راکړي''.

روزل شوي پیلوټان

ښاغلی وزیري وایي د روسي هلیکوپترو ترڅنګ له وړاندې د امریکا له لوري د لسګونو کشفي، محاربوي او ترانسپورټي الوتکو د ورکړې ژمنه ورسره شوې ده، خو وایي افغانستان لا نورو هوایي تجهیزاتو ته هم اړتیا لري.

دی زیاتوي تر نورو ځکه روسي الوتکو ته ترجیح ورکوي چې په دې برخه کې روزل شوی پرسونل لري:

''د اوس لپاره موږ پخواني روزل شوي پیلوټان لرو، له روسي تخنیک سره اشنا دي، که چېرې امریکايي الوتکې وي پرسونل ورته روزل کېدی شي''.

که څه هم په لنډ وخت کې د افغانستان د هوایي ځواک بشپړجوړېدو او دغه ځواک ته د پرمختللو تجهیزاتو د ورکړې موضوع ته ځینې کارپوهان د شک په سترګه ګوري، خو افغان حکومت ټینګار کوي چې تر ۲۰۱۶ کال پوري به یو بشپړ او پیاوړی هوایي ځواک ولري.

ان تر دې چې ولسمشر کرزي امریکا ته ګواښ کړی وو چې که افغان هوایې ځواک مجهز نه کړي، نو دوی به پر نورو لارو چارو غور وکړي.

ورته مطالب