افغانستان کې د جمهوري نظام ۴۰ کلیزه

پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د ۱۹۵۵ اکتوبر پر ۲۱ مه د لویې جرګې پرانیستنې پرمهال وینا کوي.
Image caption پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د ۱۹۵۵ اکتوبر پر ۲۱ مه د لویې جرګې پرانیستنې پرمهال وینا کوي.

نن د چنگاښ ۲٦ نېټه په افغانستان کې د جمهوري نظام کليزه ده.

له نن نه پوره څلوېښت کلونه مخکې سردار محمد داود، د محمد ظاهرشاه شاهي حکومت د يوې سپينې کودتاه په پايله کې نسکور کړ او د خپل هېواد نظام يې جمهوري اعلان کړ.

د کودتاه پر مهال محمد ظاهر شاه په ايټاليا کې و، خو وروسته يې د يوۀ ليک په استولو سره د محمد داود جمهوري نظام ته هرکلى ووايه.

خو دا جمهوريت ايله تر پنځو کلونو پورې پر خپل ځاى پاتې شو، او د کمونېست پلوو په خونړۍ کودتاه سره ورته د پاى ټکى کېښودل شو.

ډېر افغانان همدغه کودتا د وروستيو دريو لسيزو د جگړو پيل بولي . خو د کودتا ملاتړي لا هم په دې باور دي چې سردار محمد داود د جمهوريت په اعلان سره د هيواد د پرمختگ په لاره يو لوى او له زړه ورتيا ډک گام کيښود .

سردار محمد داود خپل واک ته د مشروعيت د ورکولو لپاره پر شاهي نظام کرښه راښکله او د هيواد په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د جمهوريت اعلان وکړ .

تر کودتا وروسته د ده لومړنۍ وينا هم په همدې راټوله وه چې هېواد به د ولس واکۍ او پرمختگ په لور خوځوي او له خلکو يې غوښتنه دا وه چې په دې لاره کې يې ملاتړ وکړي :

''اې افغان ملته! که غواړﺉ په دې نړۍ کې وياړمن ژوند وکړﺉ او د يوه سرلوړي ملت په توگه را دبره شئ نو د همټ ملا وتړۍ او د هيواد د ښيرازۍ لپاره قربانۍ ته ځانون چمتو کړئ''.

Image caption داود خان: ''اې افغان ملته! که غواړﺉ په دې نړۍ کې وياړمن ژوند وکړﺉ او د يوه سرلوړي ملت په توگه را دبره شئ نو د همټ ملا وتړۍ او د هيواد د ښيرازۍ لپاره قربانۍ ته ځانون چمتو کړئ''.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک پر دې اړه له تاريخ پوه حبيب الله رفيع سره مرکه کړې او په پيل کې ترې پوښتنه کړې، څنگه محمد داود اړ شو چې د خپلې کورنۍ شاهي نظام ړنگ کړي او پر ځاى يې جمهوريت اعلان کړي؟

''کله چې سردار محمد داود خان د ظاهر شاه په واکمنۍ کې صدر اعظم و، هڅه یې دا وه چې خلکو او ولس ته خدمت وکړي. له دې کبله د ظاهرا څلوېښت کلنه واکمنۍ کې چې کوم مهم کارونه شوي، په حقیقت کې د محمد داود خان د صدارت په وخت کې شوي''.

ښاغلی رفیع وايي، هغه مهال چې په اساسي قانون کې یوه ماده راوستل شوه، چې داود خان د قانون له لارې د ولس خدمت نه شي کولی، له دې امله ده د شاهي نظام پروړاندې سپینه کودتا وکړه، چې د ولس یې هرکلی وکړ او د افغانستان په تاریخ کې یوه نوې پاڼه وه.

حبیب الله رفیع وايي، د داود خان جمهوري نظام هسې چې باید وای، نه و، ځکه چې ټاکنې ونه شوې، خو لوی ارزښت یې په دې کې و، چې ده غوښتل د ولس د خدمت لپاره یې چې څه له لاسه کېدل، هغه یې وکړل.

داود خان د خپل صدارت پروخت پنځه کلن پلان جوړ کړی، خو په جمهوریت کې یې دا پلان اوو کلونو ته وغځاوه.

سردار محمد داود خان د دغه پلان له مخې یې د هېواد د پرمختګ لپاره یو منظم پروګرام په پام کې نیولی و او هڅه یې دا وه چې د افغانستان له سرچینو او طبیعي زېرمو لویه ګټه واخیستله شي.

خو پوښتنه دا ده، چې ایا ولې د داود خان جمهوري نظام ژر ړنګ شو، چې په پایله کې یې دی د کورنۍ له ټولو غړو سره ووژل شو؟

Image caption حبیب الله رفیع وايي، د داود خان جمهوري نظام هسې چې باید وای، نه و، ځکه چې ټاکنې ونه شوې، خو لوی ارزښت یې په دې کې و، چې ده غوښتل د ولس د خدمت لپاره یې چې څه له لاسه کېدل، هغه یې وکړل.

ځینې تاریخ پوهان او شنونکي په دې اند دي، داود خان یوه تېروتنه وکړه، هغه دا چې د واک د ټینګښت لپاره یې له ځانه سره د شوري ملاتړي کمونیستان له ځانه سره ملګري کړل.

د شوروي لمسون

حبیب الله رفیع هم په دې نظر دی، چې کمونیستانو غوښتل، چې د هغه وخت د شوروي اتحاد په ملاتړ او لسمون یوه خونړۍ کودتا وشي، همدا وو چې د داود خان د سپینې کودتا ګډون کوونکو د هغه پرضد کودتا کې هم برخه واخیسته.

ان دا چې پخپله داود خان هم د خپلې کودتا د تاواني اړخ قرباني بلل کيږي، له دې سره سره پخپله پخواني پاچا محمد ظاهر څو کاله وړاندې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې سرادر داود خان داسې يو څوک وباله چې دده په وينا له قدرت او واک يې مينه وه خو کله يې هم له هېواد سره د خيانت اراده نه درلوده.

ورته مطالب