د کلیو پرمختیا وزارت نوې پروژه اعلان کړه

Image caption ښاغلي برمک دا ونه ويل چې ٧٠ ميلیونه ډالر به په ځانگړي ډول په کومو ولايتونو او سيمو کې لگول کېږي.

د افغانستان د کليو د پرمختيا وزارت د کليوال ثبات د ټينگښت په نامه د يوې نوې پروژې د پيل اعلان وکړ.

په پام کې ده چې پر دغه پروژه ٧٠ ميلیونه ډالر لگښت وشي.

په دې ترڅ کې به د څښاک د اوبو چمتو کولو، سړکونو جوړولو او برېښنا برابرولو په څير پرمختيايي کارونه تر سره شي.

مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې د افغانستان د کليو د پرمختيا وزير ويس برمک له قوله وايي، چې د دغې پروژې اړوندې چارې بشپړې شوي دي او په پام کې ده چې دوې اونۍ وروسته يانې په اگست مياشت کې يې عملي چارې هم پيل شي.

په پام کې ده چې پر دغه پروژه ٧٠ ميلیونه ډالره لگښت راشي. ښاغلي برمک وويل چې د کليوالو وگړو پرمختيايي غوښتنو ته ځواب ويل د دغې پروژې له موخو دي:

" هغه پروژه چې ٧٠ ميلیونه ډالره ارزښت لري، تر ډيزاين لاندې ده،کارونه يې نژدې بشپړ شوي او عملي چارې به يې په اگست مياشت کې پيل شي، دا پروژه د کليو د ثبات د ټینگښت لپاره ده او موخه يې داده چې د افغانستان د کليوالو خلکو پرمختيايي غوښتنو ته څنگه ځواب ووايو."

په پام کې ده چې په دې ترڅ کې برېښنا چمتو کولو ته پام وشي، سړکونه جوړ کړل شي، د خړوبولو جوړښتونه رامنځ ته کړل شي، کلينکونه ودان شي او ښوونځي د ودانيو لرونکي شي.

خو دا هغه چارې دي چې د کليو پرمختيا وزارت يې د خپلې سترې پروژې ملي پيوستون په ترڅ کې هم تر سره کوي. نه ده څرگنده چې په کوم بنسټ نوې پروژه له هغې جلا شوې او ځانگړى نوم ورکړل شي.

ښاغلي برمک دا هم ونه ويل چې ياد شوي ٧٠ ميلیونه ډالر به په ځانگړي ډول په کومو ولايتونو او سيمو کې لگول کېږي.

ورته مطالب