د ناټو سلګونه بار ګاډي پر افغان پوله ایسار دي

Image caption سلګونه ګاډي پولې ته څېرمه ولاړ دي.

د افغانستان حکومت وايي، ناټو ځواکونو دغه هېواد ته د ګمرکي پړاوونو له بشپړولو پرته خپل تجهیزات راوړي او اوس باید دوی ته له همدې کبله ۷۰ میلیونه ډالره جریمه ورکړي.

دغه پرېکړه د دغه هېواد د وزیرانو شورا کړې ده. د دې پرېکړې له کبله د افغانستان په بېلا بېلو پولو کې د ناټو سلګونو کانتینرونو د ایسارېدو سبب شوې.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي د تېرو دریو کلونو په موده کې افغانستان ته د ناټو اویا زره بارونه راوړل شوي دی، چې له ګمرکي پړاوه نه دې وتلي، ځکه نو اوس ناټو نه شي کولای، د معافیت اسنادو تر لاسه کولو او یا د جریمې له ورکولو پرته دغه کانتینرونه د افغانستان له پولو بهر ته ولېږدوي.

دغه ستونزه د افغانستان او امریکا تر منځ د لانجې رامنځ ته کېدو سبب شوې او اوس دواړه هېوادونه په خبرو لګیا دي، چې دغه ستونزه هواره کړي.

له کابله د نورمحمد سعید په راپور کې ویل شوي، چې دا ځل د افغانستان د حکومت او امریکا د متحده ایالاتو تر منځ جنجال د ناټو له لوري افغان حکومت ته د اویا میلیونه ډالرو جریمې د نه ورکړې له کبله رامنځ ته شوی.

افغان چارواکي وايي، ناټو د تېرو دریو کلونو په مودې کې افغانستان ته د تجهیزاتو ۷۰ زره بارونه راوړي ، چې له ګمرکي پړاوونو نه دي تېر شوي او اوس دوی له قانون سره سم پرې جرېمه لګولې.

د افغانستان د وزیرانو شورا دغه پرېکړه کړې ده. د مالیې وزارت چارواکي وايي تر هغې چې دغه جریمه ورنکړله شي او یا د ناټو وسایط له ګمرکي محصولاتو د معافیت سند تر لاسه نه کړي، دغو وسایطو ته به د افغانستان له پولو د تېرېدو اجازه ور نه کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وايي، د ناټو له لوري تر اوسه د دې پېسو د نه ورکړې او د دې ستونزې د نه هواري له کبله د ناټو په تجهیزاتو بار سلګونه کانتینرونه د هېواد سویلي، شمالي او ختیځو پولو ته څېرمه ایسار دي.

دغې ستونزې ناټو قومندانان اړ کړي، چې له افغانستانه د خپلو تجهیزاتو ایستلو لپاره په دریېمه، یانې هوايي لار غور وکړي او دا هغه لار ده، چې د کارپوهانو په وینا اضافي لګښت یې سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي، چې په اوسنیو شرایطو کې د امریکایي پوځ لپاره یو دروند پیټی دی.

خو د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وايي، که ناټو خپل تجهیزات د هوا له لارې له افغانستانه باسې، بیا هم باید دغه جریمه ورکړي.

په دې هر څه سربېره مقامات وايي، د ناټو او او افغان چارواکو تر منځ د دې ستونزې د هوارې لپاره خبرې دوام لري.

د افغان چارواکو له لوري پر ناټو تجهیزاتو ایستلو د جریمې خبرې داسې مهال کېږي، چې د امریکا د دفاع وزارت وار له مخه د دغه هېواد د کانګریس له لوري د پوځي بودیجې له کمښت سره مخامخ دی. بل لور ته سپینه ماڼۍ هڅه کوي، له کابل سره د امنیتي قرارداد پر سر خبرې ژر بیا پیل کړي.

دغه خبرې نژدې میاشت مخکې په قطر کې د ‌طالبانو د دفتر پرانیستل کېدو په اعتراض د افغان حکومت له لوري وځنډول شوې.

د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل وشي، چې له ۲۰۱۴ وروسته د امریکا احتمالي پوځي شتون دغو خبرو کې یوه نوې لانجه راپورته کړې.

د دغه هوکړه لیک د جزیاتو پر سر کابل او واشنګټن ډېر اختلافونه شته، چې پر امریکايي ځواکونو د ګمرکي محصولاتو او مالیو لګول له همدې اختلافونو له جملې څخه بلل کېږي.

ورته مطالب