افغان کونډو ته ولې کرايي کورونه نه ورکوي؟

Image caption دا مهال نژدې ۵۰۰ زره کونډې افغانستان کې اوسېږي، چې ژوند یې له ډېرو کړاوونو سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د بې سرپرسته ښځو لپاره د شرعي محرم نشتوالی اوس پر یوه سرخوږي بدل شوی دی. کونډې ښځې نه شي کولی چې له سړي پرته په ارامۍ سره د سر پټولو ځای په اجاره یا کرایه ونیسي.

که څه هم دغه ستونزه د افغان چارواکو لپاره یوه نوې موضوع ده، خو دوی وايي، چې هېڅ د لارښوونې دفتر حق نه لري، له هغو ښځو سره ناوړه چلند وکړي، چې د افغانستان تذکرې ولري.

شبانه هغه کونډه ده، چې په کابل کې کوڅه په کوڅه د کرایي کور په لټه کې ده او د معاملاتو د لارښوونې هر ور ورټکوي، خو څوک کرایي کور نه ورکوي.

هغه شپږ کاله مخکې کونډه شوې او اوس نه هم نارینه محرم او نه هم سر پنا لري. دې سختي ورځې او ناچارۍ یې ژوند تر بل هر وخت اوس ډیر تریخ کړی:

''ښځې بې لارې کېږي''

''دا خلک چې وايي، د افغانستان ښځې بې لارې کېږي، نو همدغه بده ورځ ده همدغه ستونزې دي، چې خلک بې لارۍ ته اړ باسي. همدغه ستونزه ده، چې نه شو کولای خپل اولاد وږي، تږي او یا هم لغړ ووینو. که هغوی ډوډۍ غواړي او ته یې نه شې ورکولای، نو څه به کیږي. مجبور یوو او خلک د دهمدغو کارونو لپاره پيسې ورکوي''.

په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ له نارینه محرم پرته کونډو ته د کور اجاره او یا هم کرایه کول اوس په یوه بله ننګونه بدله شوې ده.

اوسمهال په افغانستان کې نژدې ۵۰۰۰۰۰ زره ګونډې اوسیږي، چې د ډېرو میړونه یې په جګړو وژل شوې دي.

طالبانو د رویا میړه حکومت سره د کارکولو په تور وژلی. د نورو کونډو په څېر اوس د رویا د شپږو اولادونه بار نوموړې ته لوی سرخوږی جوړ کړی:

''وايي ته کونډه یې. ځوانه ښځه یې. ډیر اولادونه لرې. شپږ کوچني اولادونه دې. څوک زړه ښه کوي چې تاته کور درکړي؟! نو هېڅوک کور نه راکوي. څوک کاله کیږي، چې په همدغه یوه کور کې اوسیږم. که هرڅه ظلم راباندې وکړي، مجبوره یم ویې منم''.

محمد اعظم خیرخواه، چې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري، وايي نه شي کولی کونډو ته د کور په کرایه ورکړي:

''که سړی یې نه وي او د سړي تذکره یې نه وي او ضمانت ونه لري. نو موږ کور نه شو ورکولای. ځکه هغوی مجبور دي او هغه کسان چې مجبور وي، هر کار کوي. که یو څوک ورته وايي چې یولک افغانۍ درکوم، دا مواد دلته ځای پر ځای کړه، نو هغوی کوي، نو زموږ لپاره ګرانه ده، چې هغوی ته کور ورکړو''.

خو د افغانستان د حکومت چارواکي دغه ډول کار ناقانونه ګني. د کار او ټولنیزو چارو مرستیال وزیر واصل نور مومند وايي، د کونډو په ګډون هر هغه افغان چې عمر یې له ۱۸ کلنې پورته وي، کولای شي، په خپل نوم هر څه ثبت کړي.

ښاغلي مومند وویل که کونډې ورته د معاملاتو د لارښوونو له هر دفتره دغه ډول شکایت وکړي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د افغانستان نژدې څلورو لسیز شخړو تر بر هرچا د کونډو پر ژوند ډېر اغېز پرې ایستی.

له یوې خوا یې میړونه وژل شوي او له بلې خوا د ور پاتې اولادونه پالنه او روزنه هم ور پر غاړه شوې او دې چارې یې ژوند لا ګران کړی دی.

ورته مطالب