ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو جنجالي قانون توشيح کړ

Image caption د ټاکنو د قانون مسوده د تېرې دوشنبې په ورځ د ملي شورا له لوري تصويب شوه

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ملي شورا د ګډ پلاوي له پرېکړې وروسته د ټاکنو قانون په ۱۶ څپرکو او ۸۰ بندونو کې توشيح کړ.

د ولسمشر کرزي د فرمان په متن کې چې د چارو د ادارې د دارلانشا له لوري رسنيو ته استول شوی راغلي چې د انتخاباتو قانون سر له ننه نافذ او د پلي کېدو وړ دی.

د دغه قانون د تصويب او توشيح چارې له څو مياشتو راهيسې له خنډ او ځنډ سره ملې وې.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي د دغه قانون د تصويب او توشیح کېدو هرکلی کړی دی.

ښاغلي معنوي ويلي دي چې دا به په خپل وخت د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو کې لويه مرسته وکړي.

د افغانستان د ټاکنو مسوده د څو اختلافي ټکو له امله له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغانستان په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او د ولسمشرۍ په دفتر کې لاس په لاس کېده.

په افغانستان کې سياسي ډلو له تېرې يوې مياشتې راهيسې له افغان ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه لرله چې د ازادو او رڼو ټاکنو د کېدو لپاره، څومره چې ژر کېدای شي دغه قانون توشيح کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر یوناما هم د افغانستان له ملي شورا او ولسمشر حامد کرزي غوښتي و چې د ټاکنو قانون د توشيح کېدو چارې چټکې کړي.

د ټاکنو د قانون مسوده وروسته له اوږدو بحثونو، د تېرې دوشنبې په ورځ د ملي شورا له لوري تصويب شوه او د توشیح لپاره ولسمشر کرزي ته واستول شوه.

دغه قانون د لومړي ځل لپاره د دې کال په غبرګولي مياشت کې د ولسي جرګې له لوري تصويب شو، خو په څو مادو يا بندونو کې د مشرانو جرګې د غړو د اختلاف له امله بيا ولسي جرګې ته ولاړ او تېره اوونۍ په دويم ځل تصويب شو.

په دغه قانون کې څو داسې مادې وې چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د استازو تر منځ پرې اختلاف و، او له همدې امله ورته د ملي شورا يو ګډ کمېسيون جوړ شو.

ورته مطالب