خلک: د بې کيفيته درملو او خوړو واردول ودروﺉ

Image caption افغانستان ته هر کال لسګونه ټنه بې کيفيته درمل واردېږي

د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یوازې له پلازمېنې کابل نه کابو ۱۸ ټنه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول شوي دي.

خو له دې سره سره د افغانستان په بازارونو کې دا ډول توکي پرېمانه پيدا کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي ډېری هغه توکي چې په ګاونډیو هېوادونو کې ځانګړي د افغانستان لپاره جوړېږي او دغه هېواد ته راواردېږي بې کیفیته دي.

د روغتیا وزارت هم دا خبره مني او وایي، چې دا ډول توکي روغتیا ته زیان رسوي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي حکومت د دا ډول توکو د واردېدو په مخنیوي کې پاتې بولي او لامل یې په اړوندو حکومتي بنسټونو کې اداري فساد په ګوته کوي.

ايران او پاکستان

دغه ډول توکي چې په ګاونډیو هېوادونو، په تېره پاکستان او ایران کې ځانګړي د افغانستان لپاره تولیدېږي پر پلازمېنې کابل سربېره د هېواد د نورو سیمو په بازارونو کې هم پلورل کېږي.

د بېلابېلو هېوادونو معیارونو ته په کتو یو شمېر هېوادونه خپل صادراتي توکي په بېلابېلو بڼو او معیارونو جوړوي او هغوی ته یې صادروي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، افغانستان ته په ځانګړي ډول له ایران او پاکستانه داسې توکي په دې نامه چې یوازې همدغه هېواد ته باید صادر شي راواردېږي، چې ټیټ کیفیت لري او معیارونه په کې په پام کې نه نیول کېږي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي ډېر دا ډول توکي له پاکستانه راواردېږي او یوازې افغانستان ته د صادرېدو لپاره جمله ځکه پرې لیکل کېږي، چې په اړوندو هېوادونو کې د ګټې اخېستنې وړ نه دي.

Image caption ځينې سوداګر پخپله په ګاونډيو هېوادو کې د بې کيفيته درملو جوړولو فرمایش ورکوي

نوموړی وایي، ډېری دا شیان یا په قاچاقي ډول او یا هم په حکومتي ادارو کې د شته فساد له لارې راواردېږي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی پولیس د بې کیفیته توکو د قاچاق په مخنیوي کې فعال دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي له ګاونډیو هېوادونو سره اوږده سرحدونه د دې کار د بشپړ مخنیوي په لاره کې خنډ بولي.

یو شمېر سوداګر هم دا خبره مني، چې ځینې افغان سوداګر له ګاونډیو هېوادونو ټیټ کیفیتي توکي راواردوي.

د امرالله په نامه یو سوداګر وايي، افغان سوداګر د ارزانه پېر په موخه بهرنیو فابریکو ته د دغو توکو د ځانګړي تولید فرمایش ورکوي.

خو افغان چارواکي بیا وايي، چې دوی هېواد ته د ټیټ کیفیتو توکیو د راواردېدو مخنیوی کوي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خېل وايي، د دې موخې لپاره بېلابېلې ادارې جوړې شوې، چې کار یې د دا وړ توکیو پلټل او مخنیوی دی.

خو د سوداګرۍ خونې مرستیال بیا وايي، چې دغه ادارې د دې کار د کشف او مخنیوي لپاره پوره وسایل نه لري.

د نورم او سټنډرډ اداره یوه له هغو بنسټونو نه ده، چې هېواد ته د بې کیفیتو شیانو د واردېدو د مخنیوي دنده لري.

خو د دغې ادارې مرستیال مجیب الرحمان خطیر وايي دوی یوازې معیارونه جوړوي او د عامې روغتیا او کرنې وزارت ته یې سپاري، چې د ټیټ کیفیته شیانو مخنیوی وکړي.

دی وايي هېواد ته راواردېدونکي توکي باید له ځانګړو معیارونو سره برابر وي.

نوموړی وایي، ځینې توکي دننه په هېواد کې په جعلي ډول جوړېږي او بیا پرې د بهرنیو شرکتونو نومونه لیکل کېږي.

د توکو د کنټرول ادارې

د روغتیايي قوانینو پر تطبیق د څار ریاست د عامې روغتیا وزارت یوه داسې اداره ده، چې د بازار د څارلو دنده پر غاړه لري.

د دغې ادارې یو چارواکی هاشم توخی وايي، په روان لمریز کال کې یې یوازې په کابل کې ۱۸ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل نیولي دي.

خو نوموړی دا مني، چې دغه اداره د کارکوونکو د شمېر د کموالي له کبله خپله دنده په سمه توګه پر مخ نه شي وړای.

خو د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی بیا ادعا کوي، چې د عامې روغتیا وزارت په اړوندو ادارو کې د اداري فساد له کبله د بې کیفیته توکیو د پلور مخه نه نیول کېږي.

د درملو پلورونکي هم دا خبره مني چې افغانستان ته په ځانګړي ډول تولید او صادر شوي درمل په اړوندو هېوادونو کې د پلورل کېدونکو درملو په پرتله ټیټ کیفیت لري.

Image caption د شمېرو له مخې، افغانستان په کلني ډول تر شپږو میلیاردو ډالرو ډېر واردات لري

د شمېرو له مخې، افغانستان په کلني ډول تر شپږو میلیاردو ډالرو ډېر واردات لري، خو صادرات یې یوازې د نیم میلیارد ډالرو په شاوخوا کې دي.

د صادراتو او وارداتو تر منځ دغه ستر توپیر د بې کیفیته توکو راواردېدو ته زمینه برابره کړې ده. کارپوهان دغه چاره د هېواد اقتصاد ته زیان رسوونکې بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه خلیل ژوند وايي، د بې کیفیته توکو واردېدل له یوې خوا د افغانانو روغتیا ته زیان رسوي او له بلې خوا له دوی د دغه ټیټ کیفیت په بدل کې زیاتې پیسې اخېستل کېږي.

کارپوهان همدراز پر دې باور دي، تر هغه چې د بې کیفیته توکو لاملونو ته حل لاره نه وي موندل شوې، له بازارونو څخه د دا ډول توکیو د راټولولو هڅې اغېزناکې نه شي پرېوتی او افغانستان ته به د دغو توکیو د راتلو بهیر روان پاتې شي.

ورته مطالب