پتنګ: د مافیايي کړیو د دسیسو ښکار شوم

ښاغلي پتنگ وويل له ولسمشره غواړي چې دده د استيضاح په برخه کې عدالت ټينگ کړي.
Image caption ښاغلي پتنگ وويل له ولسمشره غواړي چې دده د استيضاح په برخه کې عدالت ټينگ کړي.

د ولسي جرگې له خوا د استيضاح په پايله کې د کورنيو چارو د وزير مجتبى پتنگ له بې واکه کولو څو ساعتونه وروسته ښاغلي پتنگ د ولسي جرگې غړي په ناقانونه چارو تورن کړل او په وينا يې د هغوى ددغه راز کړنو يو اوږد نوملړيې د خبريالانو په مخ کې کېښود:

''١٥٣٣ عسکر چې موږ يې په يوۀ ولايت کې نه لرو د پارلمان له وکيل سره شتون لري، د ملي شورا له وکيلانو سره ٤٦ رينجر گاډي دي، د ولسي جرگې د کړنلارې له مخه يو استازى بايد له ٢ تر څلورو ميلو پورې وسله له ځان سره ولېږدوي، دوى د کورنيو چارو وزارت له لارې ٢٥٤ ميله ناقانونه وسله اخستې ده،همدا راز ٥١ تمانچې ورسره دي چې په هېڅ توگه ددې جواز نه شته چې د کورنيو چارو يا دفاع وزارت پوځي وسله دي له يوه پارلماني او ملکي کس سره وي.

زموږ وکيلانو د کمپنيو، سوداگرو نورو او نورو په نومونو د ٣٠٠٢ ميله وسلې امر اخستى دى، چې دا چاره د هيواد په ټولو ولايتونو کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ لامل شوې ده''.

مافیا

زموږ همکار مصطفی سالک وايي، ښاغلي پتنگ وويل چې گواکې د نشه يي توکيو مافيا او يو شمير امنيتي کمپنيو دده په استيضاح او بې واکه کولو کې لاس درلود.

هغه وويل نه د پيسو په مټ وزير شوى و او نه يې غوښتل چې د پيسو په مټ خپل واک وساتي.

نوموړي د خپلې استيضاح په برخه کې له افغان ولسمشر حامد کرزي نه د عدالت ټينگولو غوښتنه وکړه.

لږ وروسته ولسمشر حامد کرزي هم وويل چې د استيضاح لاملونه بايد موجه وي، د ارگ د خبرپاڼې له مخه ولسمشر ښاغلى پتنگ بېرته د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توگه ټاکلى او د هغه د بې واکه کولو موضوع يې د ارزولو په موخه د هيواد سترې محکمې ته سپارلې ده.

مجتبى پتنگ د ولسي جرگې د ١٣٦ مخالفو او ٦٠ موافقو رايو په اخستلو سره بې واکه کړل شو.

د هغه د استيضاح لوى لامل دا گڼل کېده چې گواکې د ولسي جرگې د پرېکړو درناوى نه کوي.

نوموړى په دې وروستيو کې د ولسي جرگې هغې پوښتنيزې غونډې ته نه وو ورغلى چې د لويو لارو د نا امنۍ په اړه په پام کې نيول شوې وه.

ورته مطالب