امریکايي سفیر د افغان سولې راتلونکی 'ناڅرګند' بولي

جیمز کننګهم
Image caption جیمز کننګهم وویل، امریکا به د افغانستان د راتلونکي په اړه له طالبانو سره خبرې و نه کړي بلکې دا کار باید پخپله افغان حکومت او طالبان وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان د سولې او پخلاینې بهیر کې راتلونکی پرمختګ مالوم نه دی.

دغه غونډه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ لخوا د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د خبرو اترو لړۍ د یوې برخې په توګه جوړه شوې وه. په غونډه کې یو شمېر افغان او بهرنیو کارپوهانو، سیاستوالو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو ګډون کړی و.

کابل کې دې غونډې ته زموږ همکار ګلستان شینواری ورغلی او وايي د غونډې ویناوال د امریکا سفیر جیمز کننګهم و، چې د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکو باندې یې خبرې وکړې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ښاغلي کننګهم وویل، چې د سولې او پخلاینې د خبرو په بهیر کې طالبان څرګند دریځ او ژمنتیا نه لري، چې له امله یې په افغانستان کې د لېږد روان بهیر له دغې ډلې سره پر خبرو تکیه نشي کولای. نوموړي وویل، چې د طالبانو د همدغه ناڅرګند دریځ له کبله د سولې په بهیر کې راتلونکی پرمختګ مالوم نه دی:

''دا چې د سولې او پخلاینې په ډګر کې به کوم پرمختګ وشي که نه، یوه نالومه خبره ده او تر یوه وخته به همداسې نالومه پاتې شي. زه فکر نه کوم، چې دا به یوه ښه خبره وي، چې یو بې پایلې سیاسي بهیر روان وساتل شي.

که کومه نتیجه یې درلودای او یا یې له لارې داسې یو جوړجاړی راغلی وای، چې په ټاکنو کې یې مرسته کړې وای، نو دا به یوه ښه خبره وای. خو زه فکر نه کوم، چې د افغانستان د لېږد سیاسي یا نورې برخې دې د داسې یوې ډلې پر ارادې متکي شي، چې ژمنتیا یې مالومه نه ده''.

ښاغلي کننګهم وویل، چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانېستلو موخه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره د یوه درک مالومول وو، خو امریکا د دغه دفتر د پرانېستلو پر بڼې اندېښمنه ده. د طالبانو پر دفتر له پرانستې سره سم د اسلامي امارت بیرغ او لوحه لګول شوي وو، چې د امریکا سفیر دا کار د ټولو افغانانو لپاره د نه منلو وړ وباله.

د قطر دفتر

ښاغلي کننګهم د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې امریکا د قطر د دفتر یا له طالبانو سره د خبرو په تړاو کومه پټه تګلاره نه لري. ده وویل، چې دغه هېواد به له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکي په تړاو خبرې و نه کړي، بلکې دا چاره باید پخپله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ تر سره شي:

''امریکا به له طالبانو سره د افغانستان پر راتلونکي خبرې و نه کړي. دا ډول خبرې د افغانانو کار دی، چې و یې کړي. دغه خبرې باید د سولې د عالي شورا له لارې د افغان ولس د استازو او طالبانو تر منځ تر سره شي. او موږ هیله لرو، چې د دې خبرو اترو د تر سره کېدو شونتیا به پیدا شي''.

نوموړي همداراز وویل، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د صفر کولو تګلاره د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده او هیله یې څرګنده کړه، چې د امنیتي تړون په لاسلکېدو به په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره زمینه برابره شي.

د امریکا سفیر راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وبللې او زیاته یې کړه، چې دغه هېواد به په دې برخه کې تخنیکي او مالي مرستې وکړي. نوموړي په ټینګار وویل، چې امریکا به په دغو ټاکنو کې د هېڅ نوماند یا ډلې ملاتړ و نه کړي، خو له ټولو افغان سیاستوالو یې وغوښتل چې په دغه بهیر کې پراخه ونډه واخلي.

د امریکا سفیر همدراز وویل، چې امریکا به د امنیتي تړون په رڼا کې له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې روانې وساتي. نوموړي وویل، چې امریکا وار له مخه د افغان هوايي پوځ په رغولو کې مرستې پیل کړي او دغه مرستې به روانې پاتې شي.

جیمز کننګهم د مېرمنو، بشري حقونو او په ټوله کې د افغان دولت د پر پښو درولو په برخو کې د مرستو لپاره د امریکا د ژمنتیا پخلی وکړ.

ورته مطالب