د وردګو سید اباد کې ځانمرګي برید بهرني پوځيان وژلي

میدان وردګ
Image caption میدان وردګ په وروستیو کلونو کې ډېر ناامنه شوی دی.

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت سید اباد ولسوالۍ کې ځانمرګي برید درې بهرني پوځيان او یو ژباړن وژلي دي.

د میدان وردګو ولایتي ویاند عطاء الله بي بي سي ته وویل، برید سهار لس بجې هغه مهال وشو، چې پر خره یوه سپاره کس، چې له ورایه بزګر معلومېده، پر بهرنیو ځواکونو چاودنه وکړه.

نوموړی وايي، چې په برید کې د ملي اردو څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی وايي، خوګیاڼي دا هم وویل، چې ایتلافي او افغان ځواکونه د برید پرمهال سیمه کې پر ګډو عملیاتو بوخت وو.

د والي ویاند وايي، په دې برید کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې مالومه نه ده.

که څه هم سید اباد ولسوالۍ کې د بهرنیو وژل شویو سرتېرو هویت روښانه نه دی، خو وردګو ولایت کې تر ډېره امریکايي پوځيان اوسېږي، او ګډ عملیات مخته وړي.

ایساف په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د افغانستان په ختيځ کې یوې چاودنې د دوی درې سرتېري د سې شنبې پر ورځ وژلي، خو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

د تېر جون په وروستیو کې د میدان وردګو سيداباد ولسوالۍ کې د مرمرو ډبرو د يوې فابريکې ۱۰ کارکوونکي او ساتونکي ناپېژاندو وسله والو وتښتول.

دغه کارکوونکي هم د سلطان خېلو د مرمر ډبرو له فابریکې تښتول شوي وو.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤولیت منلی دی.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند برید کې د ۱۴ بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو او د همدومره ټپي کېدو ادعا کړې ده.

غزنی

بل خوا، مجاهد د غزني قره باغ ولوسالۍ کې د بهرنیو ځواکونو قرارګاه ته څېرمه د موټر بم ځانمرګي برید ادعا کړې، چې وايي ۱۷ امریکايي عسکر په کې وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.

دی وايي، چې په دې برید کې د بهرنیو ځواکونو څلور ټانکونه ویجاړ شوي.

د مجاهد د دغې ادعا په اړه تر اوسه افغان یا بهرنیو ځواکونو غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مطالب