سي ای اې افغانستان کې پټې اډې تړي

Image caption د سي ای اې اوسني مشر جان برینن وايي، اوس القاعده هڅه کوي، چې خپل جنګیالي منځني ختيځ ته ورمات کړي او سوریه کې د نظام مخالفانو ته وسلې ورسوي.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویليو چې سي ای اې افغانستان کې د خپلو پټو اډو تړل پیل کړي دي.

واشنګټن پوسټ وايي، سي ای اې دا کار له افغانستانه د بهرنیو جنګېدونکو پوځيانو د وتلو د مهالوېش له نژدې کېدو سره سم پیل کړی دی.

دغه ورځپاڼه د سي ای اې د یوې سرچینې په حواله وايي، سي ای اې غواړي، چې له دې سړې جګړې ځان وباسي.

له افغانستانه د سي ای اې د اډو ایستل داسې مهال پیل شوي، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته ایله څو میاشتې وخت پاتې دی.

راپور وايي، دا مهال سي ای اې افغانستان کې لسګونه پټې اډې لري، چې غواړې تر راتلونکو دوو کلونو پورې یوازې شپږ یا دې ته ورته شمېر پټې اډې پرېږدي.

د امریکا لوړپوړو استخباراتي چارواکو او واشنګټن مشرانو ویلي، په سیمه کې د استخباراتي حضور کمول د امریکايي استخباراتو د یوه جوړ شوي پلان له مخې ترسره کېږي، خو لاهم پاکستان کې له القاعدې شبکې وېره پرخپل ځای پاتې ده.

که څه هم د سي ای اې یوه راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان قبایلي سیمو کې څارګرو الوتکو د القاعدې مهم مشران له منځه وړي، خو لاهم القاعده شبکه د امریکا لپاره تر ټولو لوی سرخوږی دی.

د سي ای اې اوسني مشر جان برینن وايي، اوس القاعده هڅه کوي، چې خپل جنګیالي منځني ختيځ ته ورمات کړي او سوریه کې د نظام مخالفانو ته وسلې ورسوي.

جان برینن دا هم ویلي، چې سي ای اې اوس پر دودیزې څارګرۍ د تمرکز لپاره پروګرامونه جوړوي.

یوه بل امریکايي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي: "که تر ۲۰۱۴ کال وروسته حالت ته وګورو، افغانستان او پاکستان کې د القاعدې ګواښونه د شمالي افریقا او یمن له ګواښونو سره څرنګه پرتله کېدای شي؟ زموږ سرچینې باید پر دې منعکسې نه وي".

امریکايي چارواکي ټینګار کوي، د اټکل له مخې سي ای اې باید افغانستان کې د پوځيانو تر وتلو وروسته هم خپل حضور ولري، په تېره بیا کابل کې یو پیاوړی مرکز وساتي، او د بې پیلوټه الوتکو په مټ د پاکستان قبایلي سیمه وڅاري او د هر راز ترهګریزو کړنو خلاف عملیات وکړي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، لاهم د سي ای اې د اډو ایستلو پرېکړه تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځيانو د شمېر په اړه د ولسمشر بارک اوباما پر وروستۍ پرېکړې پورې تړلې ده.

Image caption جان برینن ویلي، چې سي ای اې اوس پر دودیزې څارګرۍ د تمرکز لپاره پروګرامونه جوړوي.

خو وړاندې داسې رپوټونه وو، چې شاید امریکا یو کال وروسته افغانستان کې د خپلو پوځيانو اوسنی ۶۳۰۰۰ شمېر نژدې ۱۰۰۰۰ ته راټيټ کړي.

خو وروستیو کې امریکايي چارواکو داسې احتمال هم ښوولی، چې شاید دا شمېره د "صفر کچې" ته راټيټه شي.

د سي ای اې مرکزي قومانده کې هم بدلونونه راغلي، افغانستان کې د سي ای اې د ځانګړو عملیاتو مخکنی مشر جنرال توني ټوماس راتلونکی سپتمبر د سي ای اې د پوځي ملاتړ د مشر په توګه دنده پیلوي.

"پنځه لوی"

د امریکا اوسني او مخکني چارواکي په دې خبردي، چې سي اې افغانستان کې خپل زیاتره کارکوونکي د کابل مرکزي دفتر ته ستوي، خو دا په دې مانا نه ده، چې "پنځو لوی" لویو اډو – بګرام، کندهار، مزار شریف، جلال اباد او هرات- کې به خپل مامورین ونه لري.

ورته مطالب