د ټاکنو امنیت ته پلان جوړ شوی

Image caption د افغانستان د ولايتي شوراګانو او ولسمشريزو ټاکنو ته نژدې اته مياشتې وخت پاتې دى.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي چې په ورځ، دوو کې به هغه امنيتي پلان د ټاکنو خپلواک کميسیون ته وسپاري چې د ولسمشريزو ټاکنو د امنيت خوندي کولو په موخه يې جوړ کړى دى.

د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي بي بي سي ته ويلي، د دغه پلان په ترڅ کې د ټاکنو کميسیون ته بشپړ ډاډ ورکول شوى چې د ټولو ټاکنيزو مرکزونو امنيت به خوندي وي.

د ټاکنو خپلواک کميسیون نژدې څلور مياشتې مخکې د ٧٠٠٠ ټاکنيزو مرکزونو يو نوملړ افغان امنيتي ځاکونو ته سپارلى و او ترې غوښتي يې وو چې له دې ټولګې د کوم شمېر مرکزونو امنيت خوندي کولاى شي.

د افغانستان د ولايتي شوراګانو او ولسمشريزو ټاکنو ته نژدې اته مياشتې وخت پاتې دى، چې نا امني د دغو ټاکنو په مخ کې يو تر ټولو لوى ګواښ بلل کېږي.

خو اوس د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ټاکنو د امنيت خوندي کولو چارې يې ارزولي او په دې اړه يې خپل پلان بشپړ کړى دى.

د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې چمتو شوى پلان د ټاکنو خپلواک کميسیون ته بشپړ ډاډ ورکوي چې د رايې اچونې پر ورځ به د ټولو ټاکنيزو مرکزونو امنيت په بشپړ ډول خوندي وي.

ښاغلي صديقي وويل په پام کې ده چې دغه امنيتي پلان په ورځ، دوو کې ياد شوي کميسیون ته وسپارل شي.

د ټاکنو خپلواک کميسیون مخکې ويلي وو، په هغو سيمو کې به د رایې ورکولو صندوقونه نه ږدي چې امنيت يې خوندي او ډاډمن نه وي.

نژدې څلور مياشتې مخکې ياد شوي کميسیون د رایې اچونې د نژدې ٧٠٠٠ مرکزونو نوملړ د ارزونو په موخه د دغه هېواد امنيتي ارګانونو ته سپارلى و، له امنيتي ځواکونو غوښتل شوي وو چې له دغې ټولګې څخه د کوم شمېر ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کولاى شي.

د ټاکنو د کميسیون د وينا پر بنسټ د ولسمشرۍ ټاکنې به د راروان ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې پر ١٦ نيټه تر سره کېږي، يانې نژدې اته مياشتې وروسته.

ورته مطالب