آیساف وايي افغان ځواکونو ته وسلې او نور پوځي توکي ورکوي

Image caption افغان ځواکونو ته د سپکو وسلو ترڅنګ، مخابرې او لېږدونکو موټر ورکړل شوي.

په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه آیساف وايي له افغان دولت سره د کړې ژمنې له مخې افغان ځواکونو ته وسلې او نور اړین پوځي توکي ورکوي.

په داسې حال چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت مخ په پای ته رسېدو دی، د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه یو لړ اندېښنې تر پخوا ډېرې شوي، خو د ناټو په مشرۍ آیساف ځواکونه وايي په نژدې راتلونکې کې په وسلو او نورو اړینو پوځي وسایلو د افغان ځواکونو سمبالولو ته ژمن دي.

آیساف وايي افغان ځواکونو ته سپکې وسلې ورکوي خو زیاته اندېښنه له دې امله ده چې تر اوسه افغان ځواکونو ته درنې وسلې نه دي ورکړل شوي او هوايي ځواک هم په اړینو وسایلو او الوتکو سمبال نه دی.

د آیساف ویاند هینز فیلډمن له بي بي سي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل په دې اړه خبرې روانې دي او له اړتیا سره سم به افغان ځواکونو ته درنې وسلې هم ورکړل شي.

"موږ د وسلو په اړه له افغان حکومت سره یوه هوکړه لرو او هغې ته تشکیل وايي. دغه تشکیل یو داسې سند دی، چې په هغه کې د ټولو وسلو او ځواکونو په اړه مالومات شته او موږ اوس د همدغه تشکیل له مخې افغان ځواکونو ته وسلې ورکوو. موږ تمه لرو، هغه وسلې چې د تشکیل له مخې یې افغان ځواکونو ته ورکوو، له ننګونو سره مقابله وکړي. موږ دغه بهیر ته له خپلو ملګرو سره دوام و رکوو."

ښاغلی فلیډمن وویل د سپکو وسلو ترڅنګ، مخابرې او لېږدونکو موټر افغان ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

د نوموړي په وینا یوازې د ترانسپورټ په برخه کې ۱۵ زره لارۍ ډوله موټر افغان ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

د افغان هوايي ځواک د سمبالولو په برخه کې لکه چې افغان چارواکي هم وايي له اړتیا سره پام نه دی شوی، خو آیساف وايي په نژدې راتلونکې کې به څو نورې چورلکۍ هم افغان ځواکونو ته ورکړل شي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي روسي چورلکو ته لومړیتوب ورکوي ځکه د دې وزارت د چارواکو په وینا افغان پیلوټان له روسي تخنیک سره بلد دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان حکومت د زړو وسلو د ترمیم پرېکړه وکړه او افغانستان له هند څخه وغوښتل چې له افغان ځواکونو سره د درنو وسلو مرسته وکړي.

هند وايي د افغانستان د دې غوښتنې په اړه غور کوي.

ورته مطالب