افغان بڼوال او کروندګر سړ خونې غواړي

Image caption بڼوال سر ټکوي چې د سړ خونو د نشتوالي له کبله بايد خپل کرنيز حاصلات په ازرانه بيه وپلوري او کنه نو سخا کېږي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ميو او ترکاريو موسم دى، ګڼ شمېر بڼوال او کروندګر د سړخونو له نشتوالي سر ټکوي.

کروندګر وايي هغه ترکاري چې دوى يې اوس کيلو په پنځه افغانۍ پلوري، لږه موده وروسته يې د يو کيلو ګرام بيه ٥٠ افغانيو ته پورته کېږي.

په افغانستان کې تر زرو ډېرې نا برېښنايزې سړخونې جوړې شوې دي، چې د ډېرو کرنيزو توکيو د ځايولو وړتيا نه لري.

اوس حکومت وايي سږ کال په پام کې لري چې د هېواد پر کچه اته داسې سترې سړخونې جوړې کړي چې د برېښنا په مټ به په کې کرنيز توکي ساتل کېږي.

اوس مهال د افغانستان بازارونه تر ډېره رنګا رنګ ميوو او ډول ډول ترکاريو نيولي دي، چې د کال د نورو وختونو په پرتله په خورا ارزانه بيه پلورل کېږي.

بڼوال او کروندګر سر ټکوي او وايي چې د سړ خونو د نشتوالي له کبله بايد خپل کرنيز حاصلات په ازرانه بيه وپلوري او کنه نو سخا کېږي

د فراه ولايت يو کروندګر عبدالمنان بي بي سي ته وويل اوس مهال چې کوم حاصلات کيلو په پنځه افغانۍ پلورل کېږي لږه موده وروسته يې بيه ٥٠ افغانيو ته پورته کېږي خو وايي بيا له دوى سره په لاس کې هېڅ نه وي.

په کابل ښار کې يو ميوه پلورونکی هم وايي چې د سخا کېدو له ډاره خپله ميوه ليلاموي.

د کرنې وزارت وايي په يو شمېر ولايتونو کې يې په کروندو کې د شته سيمه یيزو توکيو په مټ ١٤٥١ سړخونې جوړې کړې دي، چې په وينا يې د کروندګرو عايدات يې درې برابره لوړ کړي دي.

همدا راز يو شمېر بهرنيو بنسټونو او حکومت په ځينو ولايتونو کې د منځنۍ کچې ٦١ نورې سړخونې يانې سردخانې هم جوړې کړې دي، چې پر هره يوه يې له ٨ زرو نه واخله تر ٣٠ زرو ډالر لګښت شوى دى، خو دا چې دا سړخونې برېښنا نه لري او وړتيا يې لږه ده ډېر کرنيز حاصلات نه شي ځايولاى.

د افغانستان د کرنې وزارت وياند مجيد قرار بي بي سي ته وويل چې سږ کال هوډ لري د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره ٨ داسې سړخونې جوړې کړي چې هره يوه به يې د ٥ زره ټنو حاصلاتو د ځايولو وړتيا لري، خو وايي افغان شرکتونه يې د جوړولو وړتيا نه لري.

د نوموړي په وينا له ٧٠ شرکتونو يو يې پر دې وتوانېد چې د دغو سړخونو د ډيزاين جوړولو تر پړاوه ورسېږي.

افغان کروندګر او بڼوال سرټکوي او وايي چې د سړخونو د نشتوالي له کبله د دوى ميوې او نور کرنيز حاصلات په وړيا بيه ترې اخیستل کېږي، يو شمېر ګاونډيو هېوادونو ته لېږول کېږي، هلته په سړخونو کې ساتل کېږي او تر موسم وروسته بېرته افغانستان ته د اور په بيه را استول کېږي

ورته مطالب