"له خپلواک وروسته د اروزګان اواز چاته نه رسېږي"

Image caption د اروزګان اوسېدونکی عطاء الله وايي امید خپلواک د اروزګانیان ویاړ او یو تکړه ژورنالست و.

په اروزګان ولایت کې د بي بي سي راډیو د پښتو څانګې د خبریال احمد امید خپلواک د وژل کېدو له پېښې دوه کاله تېرشول.

امید خپلواک په مینه او اخلاص د نا آرام او رنځېدلي ولایت اروزګان په اړه بي بي سي، پژواک خبري اژانس او ملي راډیو تلوېزیون ته راپورونه ورکول.

امید خپلواک له خپل کار سره مینه لرله او د خپلې کورنۍ د ارامتیا او د خپلې درې میاشتنۍ لور د راتلونکي ژوند لپاره یې ډېرې هیلې لرلې.

۲۵ کلن خپلواک په خپل دفتر کې په کار بوخت و چې وسله والو طالبانو د ده د دفتر په خوا کې د پولیسو په یوه مرکز ځانمرګی برید وکړ، له برید وروسته د طالبان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ درنه نښته وشوه.

په دې جګړه کې خپلواک د ناټو سرتېرو په ډزو په نښه او ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوې.

د امید خپلواک ورور جاوید خپلواک وايي د ورور په وژل کېدو یې خوښیو د دوی له کوره کډه کړې.

"له کله چې احمد امید خپلواک شهید شو تر اوسه په کور کې د هغه کمی احساسوو. تر اوسه د هغه غم هره ورځ زموږ په کور کې وي. د هغه له شهادت څخه وروسته موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، ځکه هغه زما یوازینی ورور و."

یوازې د خپلواک کورنۍ د هغه په غم غمجنه نه ده بلکې د اروزګان اوسېدونکي هم په دې غم کې ځان شریک بولي.

دوی وايي اوس داسې ډېر لږ پېښېږي چې څوک د دې ولایت د اوسېدونکو رنځونه، غمونه، ستونزې او ناخوالې له نورو سره شریک کړي او د نړیوال غوږ ته یې ورسوي.

د اروزګان اوسېدونکی عطاء الله افغان یو له دغو کسانو دی.

نوموړی وايي امید خپلواک د اروزګانیان ویاړ او یو تکړه ژورنالست و.

خپلواک د ده په وینا هغه څوک و چې د خلکو ستونزې یې تر لوړو چارواکو رسولې.

دلته په بي بي سي کې هم د هغه نشتوالی محسوس دی، دوه کاله کېږي چې بي بي سي په اروزګان کې خبریال نه لري.

د بي بي سي کار کوونکي لا هم د امید خپلواک په غم غمجن دي، ځکه بي بي سي یو تکړه او مینه ناک همکار له لاسه ورکړ.

د بي بي سي په دفتر کې د امید خپلواک عکسونه دا را په یادوي چې افغانستان اوس هم د خبریالانو لپاره له خطره ډک دی.

په جګړه کې د ښکېلو خواوو له خوا خبریالان وهل کېږي، ګواښل کېږي او سپکاوی ورته کېږي.

ورته مطالب