"کورنۍ مې ټوله وژل شوې"

روزي خان
Image caption روزي خان وايي پر کور یې د بمبارۍ پر مهال د کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي.

د کندهار ولايت يو اوسېدونکی وايي څو مياشتې مخکې يې پر کور د بمبارۍ پر مهال د کورنۍ نژدې ټول غړي وژل شوي دي.

دی روزي خان نومېږي او د کندهار ميانشين ولسوالۍ د وټې نومي کلي اوسېدونکی دی، چې په کابل کې زموږ همکار نور محمد سعيد ورسره غږېږدلی دی.

ده خپله کيسه له خپله غمه پيل کړه، او ويل يې پر کور يې بمباري بهرنيو ځواکونو د تېر مرغومي مياشت کې وکړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې د کورنۍ ټول لوی او واړه په کې ووژل شول.

روزي خان وايي د پېښې پر مهال کندهار کې و او هلته يې موټر چلاوه.

دی زياتوي "ماخوستن الوتکې راغلې زما کور يې ويشتلی، زما د کور ۱۲ کسه شهيدان شوي، چې پلار، مور، ورور، خويندې، ورېندارګانې او زما درې بچيان په کې له منځه تللي او بيا په شپږو قبرونو کې خښ شوي دي".

دفتر په دفتر

دی وايي افغان ولسمشر ورسره د مرستې امر کړی خو له اته مياشتو هلو ځلو راهيسې يې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي او په نن او سبا له يوې ادارې بلې ته او له بلې نه بلې ته استول کېږي.

دی وايي کندهار او کابل کې يې د لسګونو حکومتي دفترونو ورونه ورټکولي خو له "هر وره نهيلی شړل" شوی دی.

روزي خان وايي ولسمشر کرزي ورسره د مالي مرستې امری کړی، او غواړي له ولسمشر سره وويني او د خپل غم حال ورته ووايي. خو دی زياتوي د ساتندويانو له لوري يې سپکاوی کېږي.

روزي خان دا هم وايي، ولسمشر ته د غوښتنليک له کبله طالبانو ورته ګواښونه کړي، د ځمکو اوبه يې تړل شوې، او اوس خپل کلي ته نه شي تلی او کابل کې د اوسېدو ځای نه لري.

دی وايي وروستی ځل د ماليې وزارت چارواکو ورته له څو ځلې انکار او اقرار وروسته ويلی، چې نن سبا کې به د ولسمشر له امر سره سم پيسې ورکړي.

نوموړی زياتوي چارواکي ورته هسې پلمې کوي، خو د چارو د ادارې مرستيال فريد حکمت وايي، هېڅ يو حکم بې اجرا نه پاتې کېږي، دا چې د روزي خان په اړه حکم د کندهار مستوفيت له لارې اجرا کېږي، ځکه ښايي يو څه ځنډ په کې راغلی وي.

"ښايي يو څه څنډ په کې وشي، خو زه ډاډ درکوم، چې له زيانمنو خلکو سره د مرستو په اړه د ولسمشر د فرمان عملي کولو کې هېڅ ډول ناغېړي نه کېږي. ښايي ځنډ وشي، خو بالاخر دغه پېسې دې خلکو ته ورکول کېږي."

د ولسمشر په هغه فرمان کې، چې روزي خان يې له ځانه سره ګرځوي، د ده د کورنۍ د وژل شويو غړو نومونه ليکل شوي او ورته د ولسمشر له لوري د تسليت تر څنګ کښل شوي، او هم د يو لک افغانيو نغدو پيسو مرسته مننې ليکل شوي دي.

خو له دې سره هم روزي خان وايي ورځ د بېلا بېلو دفترونو په دروازو کې تېره شي، د کابل په جوماتونو کې يو روژه ماتی او بل روژه ماتی دی او يوازينی ژوندی پاتې اته کلن زوی يې علي خان خواړه وخوري او د ده په وينا د ښار شاوخوا سيمو د لښتيو پر غاړو په هغه څادره کې شپې شپې سبا کوي چې د ده ټوله شتمني ده.

ورته مطالب