کرزي د ټاکنو کمېسيون ۹ کمېشنران غوره کړل

Image caption د غوراوي کمېټې له ولسمشر کرزي غوښتي و، چې د کمېشنرانو په غوره کولو کې قومي او جنسيتي انډول په پام کې ونيسي

افغان ولسمشر حامد کرزي له هغو ۲۷ کسانو ۹ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو په توګه معرفي کړي چې د غوراوي کمېټې يې نوملړ ورکړی و.

د وزيرانو شورا د دارلانشاء وياند رفيع فردوس وايي د ولسمشر کرزي له لوري په غوره شويو ۹ کمېشنرانو کې درې تنه يې مېرمنې دي.

د غوراوي کمېټې له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتي و، چې د کمېشنرانو په غوره کولو کې قومي او جنسيتي انډول په پام کې ونيسي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر واک لري، چې د ۲۷ کسانو له دغه نوملړ څخه د ۹ کمیشنرانو نومونه غوره کړي.

د دغو کمیشنرانو د کار موده شپږ کاله ده، کله یې چې ولسمشر تصویب کړي، دوی به په خپلو کې خپل مشر او منشي ټاکي.

د غوراوي کمېټه

د کمیشنرانو د غوراوي کمېټه د سترې محکمې، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، مدني ټولنې او پر اساسي قانون د څار کمېټې د مشرانو په غړیتوب جوړه شوې وه.

د غوراوي کمېټې غړي او د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، افغان ولسمشر ته د ۲۷ کاندیدانو لیږل شوي نومونه داسې مهال اعلان کړل، چې د کمېټې یوه غړي غونډه کې برخه نه لرله.

خو د ښاغلي مسلمیار په وینا د مدنې ټولنې له لوري دوو کسانو د استازیتوب ادعا کوله او له همدې امله دوی و نه توانېدل، یوه ته د غړیتوب حق ورکړي او بل رد کړي.

د ښاغلي مسلمیار په وینا ۳۴۵ کسانو د کاندید کېدو لپاره فورمې تر لاسه کړې وې، چې ۲۶۹ هغو یې فورمې ډکې کړې او په لومړي پړاو کې ۹۸ کسان ترېنه غوره شول.

په وروستي پړاو کې پاتې پنځو غړو د رایو په اتفاق د ټاکنو د تشکیل او صلاحیتونو د قانون پر بنسټ، چې په ۷ او اتمه مادو کې یې یادوونه شوې، د ۲۷ کسانو نوملړ د ولسمشر دفتر ته واستاوه.

ورته مطالب