مدني ټولنې: زموږ استازی قصدآ رد شوی دی

Image caption د مدني ټولنې د استازي نشتوالي د دغې کمیټې پریکړې تر پوښتنې لاندې راوستي

په افغانستان کې ځینې مدني ټولنې وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره د غړو په غوراوي کمیټه کې د مدنې ټولنې د غړي نشتوالي د دغې کمیټې پریکړې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، د مدني ټولنو د ګډې همکارۍ کمیټه ادعا کوي، چې دوی خپل استازی د غوراوي کمیټې ته ورته پيژندلی و، خو وايي د چارو د ادارې له خوا رد شوی دی.

د چارو اداره بیا وايي، چې مدنې ټولنې په خپل منځ کې همغږې نه وې او د یوه کاندید پرځای یې دوه استازي ور معرفي کړي وو او له همدې امله د غوراوي کمیټې د خپل واک له مخې دواړه رد کړل.

ځینې مدني ټولنې پر داسې مهال د ټاکنو کمېسیون ته دغړو د غوراوي کمیټې په اړه انديښنه په ډاکه کوي، چې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون نوي ټاکل شوي غړي ډیر ژر په خپل کار پيل وکړي.

د مدني ټولنو دغو غړو، چې په کابل کې یې خبریالانو ته خبرې کولې دارنګه ادعا کوله، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پر ټاکل شوو غړو له وړاندې جوړ جاړی شوی او په نمایشي ډول یې دغه پروسه ورته جوړه کړې وه.

دا هغه ادعا ده چې افغان حکومت یې نه مني.

د مدني ټولنې دغه فعالان دا تور هم پورې کوي، چې د غوراوي په کمیټه کې د دوی استازی په غیر مستقم ډول د چارو ادارې له خوا لرې شوی دی.

خو د چارو ادارې مرستیال نجیب الله امین بي بي سي ته وویل، مدني ټولنې په خپل منځ کې سره جوړې نه وې او د یوه استازي پر ځای یې د غوراوي کمیټې ته دوه استازي ورپيژندلي وو.

ښاغلی امین وايي، د غوراوي کمیټې د خپل صلاحیت له مخې له دواړه رد کړل ځکه د دوی لپاره په دغه کیمټه کې د یوه لپاره ځای ځانګړی شوی و.

د مدني ټولنو د ګډې همکارۍ کمیټه، چې ادعا کوي سلګونه مدني او بشري بنسټونه یې ملاتړ کوي، وايي د غوراوي په کمیټه کې د دوی د استازي مخنیوي د دغې کمیټې کارونه تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

په افغانستان کې د ازادو ټاکنو د بنسټ فیفا اجرایوي مشر جانداد سپين غر وايي، ولسمشر کرزی دی د غوراوي کمیټې پر کارونو کتنه وکړي:

"ولسمشر، چې د قانون ملاتړ کونکی دی باید دغه پروسه وګوري، چې څومره رڼه وه. په دغه بهیر کې دې سرغړونې وګوري، ځکه زموږ استازی په کې نه و. دا د ولسمشر وظیفه ده، چې دغه پروسه تصحیح کړي."

ښاغلي سپين غر زياته کړه که ولسمشر دا کار نه کوي، نو د شکایتونو کمېسیون لپاره دې د غوراوي په کمیټه کې د مدني ټولنې د استازي شتون تضمین کړي.

د غوراوي کمیټې شپږ غړي لرل، چې یو یې باید د مدني ټولنې استازی و.

ورته مطالب