افغان پوځ د لسګونو مخالفانو د وژلو ادعا کوي

Image caption دغه پوځي عمليات يوه مياشت وړاندې په دريو ختيځو او سوېل ختيځو ولسواليو کې پيل شوي وو.

د ننگرهار حصارک، د لوگر ازره او د پکتيا ولايت ځاځي ميدان هغه درې ولسوالۍ دي چې د تيرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په کې دغه پوځي عمليات پيل شوي دي.

افغان حکومت وايي د دغو عملياتو د پيل موخه له اورپکو نه د دغو ولسواليو د ځينو کليو او بانډو چاڼول وو.

محمود کوچی وايي، په دغو عملياتو کې له ۴۰۰ ډيرو افغان پوځيانو برخه لرله چې د هوايي او توپچي ځواکونو له خوا يې ملاتړ کېده.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي چې په خپلواکه توگه دا د افغان ځواکونو هغه ستر عمليات دي چې په وينا يې يوازې د ازرې او ځاځي ميدان په ولسواليو کې د دوى ځواکونو سلگونه مخالفين ځپلي او يو شمېر نور يې ژوندي نيولي دي:

''مصنوعي ږیرې''

''د دغو عملياتو په ترڅ کې له ۱۴۰ زيات مخالفين وژل شوي او شل تنه يې ژوندي نيول شوي، دا رنگه يو شمېر وسلې او مهمات او داسې نور توکي تر لاسه شوي، د بېلگې په توگه لسگونه هغه جوړې شوې ږيرې هم زموږ د ځواکونو لاس ته ورغلي چې زموږ مخالفينو ترېنه د اړتيا پرمهال کار اخيست''.

ښاغلي عظيمي زياته کړه چې زياتره وژل شوي مخالفين پاکستاني، چيچنيايي، عرب او ازبکان وو، هغه دا رنگه وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د دوى درې تنه سرتېري هم وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تېرو لسو کالو کې د لوگر په ازره، د ننگرهار په حصارک او د پکتيا د ځاځي ميدان ولسواليو په ځينو کليو او بانډو کې د دوى مخالفينو واکمني کوله، خو په وينا يې چې اوس ټولې دغه سيمې د دولت تر واک لاندې راغلې دي.

بله غاړه طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغان حکومت دغه څرگندونې ردې کړي او ويلي يې دي چې د دوى ځواکونه لا هم په دغو سيمو کې شته او خپلو جگړه ييزو هڅو ته دوام ورکوي.

په پام کې ده چې د سيمرغ په نامه د عملياتو دويم پړاو به ډېر ژر په همدغو ولسواليو کې پيل شي، خو د دفاع وزارت يې د امنيتي لاملونو له کبله زيات جزئيات په ډاگه نه کړل.

ورته مطالب