په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

م م: د افغان ملکيانو مرګژوبله زياته شوې

ملګري ملتونه وايي په افغان جګړه کې د ملکي مرګژوبلې شمېره ډېره زياته شوې ده.

د ملګريو ملتونو په يو موسمي راپور کې ويل شوي د روان کال لومړيو ۶ مياشتو کې څه د پاسه ۱۳ سوه کسان وژل شوي، چې ډېری يې د سړک غاړې بمونو بې توپيره کارونې قربانيان وو.

دغه نړيوال سازمان په سلو کې د څه د پاسه ۷۰ تنو د وژنې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي خو طالبان یې نه مني.

سپين تڼي په کابل کې د ملګريو ملتونو د دفتر یوناما له ویاند نظیف الله سالارزي سره خبرط کړط او ترې پوښتلي يې دي، دغه شمېرې څومره دقیقې دي؟